د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج نن د امنیتي ادارو د مسوولانو په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې لوګر کې د وروستي موټربم برید یو بریدګر یې نیولی دی.

د نوموړي په وینا، نیول شوی کس غازي‌الله نومېږي او د حقاني شبکې غړی دی چې په مستقیم ډول یې په یاد برید کې لاس درلود. سراج وايي، یاد برید د حقاني شبکې له لوري پلان شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امنیتي چارواکي وايي، طالبانو تېره اوونۍ غوښتل په کندهار، هرات، هلمند، بغلان او فراه ولایتونو کې د سترو ښارونو د نیولو هوډ درلود، خو په وینا یې، مخه یې نیولې ده.

د ملي امنیت عمومي رییس زیاتوي، طالبانو په یاده اوونۍ کې ډېرو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله واړوله او په روانه اوونۍ کې هم پلان لري چې په یوشمېر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.



د روانې غويي میاشتې په لسمه د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر یوه مېلمستون برید وشو چې له کبله یې ۲۴ کسان ووژل شول ۱۱۰ نور ټپیان شول.

که څه هم په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابوالي په اړه اندېښنې شته، خو د ملي دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا وايي، امنیتي ځواکونه اوس یرغلیز بریدونه کوي او طالب ډلې ته به د پرمختګ اجازه ور نه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام