د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که وسله‌وال طالبان د راتلونکې اجماع او جوړجاړي پر بنسټ د سولې لاره غوره نه کړي، امریکا به د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږي چې د جمهوریت ساتنې لپاره هڅې کوي.

نوموړي دا څرګندونې بېګاه پر خپلې ټويټر‌پاڼې لیکلي او د جمهوريت اړخ د سیاسي یووالي پر اړتیا یې ټينګار کړی دی. خلیلزاد وایي، د سولې لپاره کمسارې اجماع جوړه شوې او په وینا یې، دا اجماع د خبرو له لارې هوکړې ته رسېدل، د تاوتريخوالي پای او د نظامي حل‌لارې د هڅو درولو ملاتړ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زلمی خلیلزاد زیاتوي، د افغانستان مشران او د جګړې ټول ښکېل اړخونه باید له شته فرصت څخه ګټه واخلي او د څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو لپاره دې یو بل سره خبرو ته کېني. د هغه په خبره، نړیواله اجماع یوازې سولې ته تر رسېدو پورې نه ده، بلکې افغانستان یوه نوي پړاو ته ننوځي چې نړیوال به هم د دغه هېواد ثابت ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې، ناټو، المان، فرانسې، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او د امریکا ځانګړو استازیو پرون د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې خپلې نااعلان شوي پسرلني بریدونه ودروي.



په خبرپاڼه کې د ملکیانو پر وړاندې برېدونه غندل شوي او د دغو هېوادونو ځانګړیو استازیو د مدني ټولنو د مشرانو، دیني عالمانو، خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو، د بشري حقونو ملاتړيو، روغتیایي کارکوونکو او ملکیانو پر وړاندې د هدفي وژنو د ژرترژره درېدو غوښتنه کړې ده. په خبرپاڼه کې همداراز د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي کموالي او یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره دې یوه مناسبه فضا برابره کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي چې دا ډله ټولو بهرنیو ډيپلوماټانو، خبریالانو او د بشري حقونو ادارې کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې امنیت به یې دوی وساتي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام