په ناټو کې د ترکیې سفیر باسط اوزترک وايي، د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه به چې ترکیه یې کوربه‌توب کوي، په دوحه کې د سولې خبرو بشپړوونکې وي. نوموړي دا خبرې له نړیوالې خبریالې لیلما سدید سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي. د هغه په خبره، ټاکل شوې څو ورځې وروسته په استانبول کې جوړه شي او تمه لري چې د افغانانو لپاره ښې پایلې ولري.

اوزترک وايي، په افغانستان کې د افغانانو په مالکیت د سولې غوښتونکي دي او د دې غونډې کوربه‌توب ته یې هم د افغانستان، نړیوالې ټولنې او امریکا په غوښتنه غاړه ايښې ده.

نوموړی زیاتوي چې د استانبول غونډه د ملګرو ملتونو، ترکیې، امریکا او قطر په همکارۍ جوړېږي چې د سیمې او نړۍ په کچه ورته ټول لوبغاړي را غوښتل شوي دي. د هغه په وینا، افغان مشران تر هر چا مخکې مسوولیت لري، څو وښيي چې په سیمه کې د یوې سیاسي هوکړې لپاره اراده لري او د دې پروسې ملاتړ کوي.

باسط اوزترک وايي، ټول اړخونه باید د استانبول ناسته کې یوې داسې سیاسي هوکړې ته ورسېږي چې د ټولنې ټولې خواوې په‌کې خپل ځان وویني.

د اوزترک په خبره، په افغانستان کې د ثبات او امنیت راتلل د اسیا زړه او سیمې د اقتصاد، سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د سوداګریزو توکو د لېږد‌ رالېږد لپاره مهم دی. هغه وايي، په یاده ناسته کې د ایران او پاکستان رول مهم دی او له شک پرته چې ملاتړ به یې وکړي.

د ترکیې دغه چارواکی زیاتوي، افغانان باید د خپلې راتلونکې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي او هېڅ هېواد باید هڅه ونه کړي چې کوم څه پرې تحمیل کړي. باسط اوزترک وايي، هېواد یې یوازې د استانبول ناستې کوربه‌توب کوي او دا افغانان دي چې باید په خپل هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره خپل هوډ او اراده وښيي.

په ناټو کې د ترکیې سفیر که څه هم مني چې سرتېري یې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته لېږلي، خو په وینا یې، په جګړه کې ترې کار نه دی اخیستل شوی، بلکې یوازې د مشورې، مرستې او روزنې په برخه کې یې له افغان ځواکونو سره همکاري کړې ده. هغه ټینګار کوي چې په افغانستان کې یې پر مدرسو، روغتیايي مرکزونو سړکونو، پلونو او نورو برخو باندې له یو میلیارډ ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.

ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه جوړه شي. که څه هم تر اوسه یې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو داسې ویل شوي چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه به جوړه شي.

ویل کېږي چې افغان دولت به ډک لاس یادې ناستې ته ورشي او ولسمشر محمداشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د ترکیې غونډه د افغانستان لپاره مهمه بللې او ولسمشر غني خو د افغانستان د راتلونکې څرنګوالي په اړه د سولې اړوند یوه طرحه هم جوړه کړې چې ښايي په استانبول غونډې ته هم وړاندې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام