یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، بېګاه د مرکزي بغلان ولسوالي اړوند د ملي اردو څه باندې ۱۰۰ سرتېري له خپلو درنو او سپکو وسلو سره وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي چې ورسره د دې ولسوالي ډېری سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه نظامیان چې ډېری یې د ملي اردو سرتېري دي، له جګړې پرته خپل دوه مرکزونه او ۸ پوستې طالبانو ته تسلیم کړي او د دې پوستو ټولې درنې او سپکې وسلې یې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

 سرچینه وایي، وسله‌والو طالبانو ته د دغو سرتېرو په تسلیمېدو سره د مرکزي بغلان ولسوالي ګڼ‌شمېر سیمې د پخواني ښار په ګډون، د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي او یوازې د ولسوالي نوی ښار د حکومت په واک کې دی.

د سرچینې په وینا، که د حکومت مرکزي اداره د مرکزي بغلان ولسوالي امنیتي وضعیت په اړه اقدام ونه کړي، دغه ولسوالي به په بشپړه توګه د وسله‌‌والو طالبانو لاس ته ولوېږي. د بغلان ولایت محلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



وسله‌والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې بېګاه نږدې ۲۰۰ نظامیانو د خپلو پوځي تجهیزاتو سره یوځای د دوی جنګیالیو ته تسلیم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د بغلان ولایت د بورکه ولسوالي د امنیتي ځواکونو له لوري له جګړې پرته طالبانو ته پرېښودل شوې او د دې ولسوالي امنیتي پرسونل کندوز ولایت ته تللی دی.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو غزني کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په دغه ولایت کې یې ګڼ‌شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 د غزني ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه د غزني ښار اړوند د ارزو په کلي کې د ملي اردو او پولیسو ګډه پوسته چې د څو اوونیو راهیسې د طالبانو له‌خوا په محاصره کې وه، د دې ډلې له لوري سقوط شوې چې په پایله کې یې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور سرتېري طالبانو له ځان سره بېولي دي.

د یوسفي په خبره، نن سهارمهال د غزني خواجه عمري ولسوالي کې هم د پولیسو یوه پوسته د طالبانو له لوري سقوط شوې چې تراوسه یې په اړه مالومات نشته.

په همدې حال کې د غزني امنیه قومندان حکمت الله کوچی د پوستو سقوط او امنیتي ځواکونو ته اوښتي تلفات مني خو وایي، په څو ولسوالیو کې یې پراځ عملیات پېل کړي او نښتې روانې دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په غزني کې د نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام