په بغلان کې د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو د درېیمې لوا قوماندان بریدخان سیدخېلي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو پر یوې بندخونې د پوځ د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۲ کسان چې ۲۵ نظامیان او ۱۷ هم ملکیان دي، را خوشې کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه عملیات بېګاه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي په نوروزک سیمه کې شوي او د طالب ډلې بندخونه په بشپړ ډول له منځه تللې ده. هغه زیاتوي، په یادو عملیاتو کې ۱۹ پولیس، ۱۷ ملکیان او ۶ د ملي اردو ځواکونه را خوشې شوي دي.

د پوځ مسوولان وايي چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی او له تېرو دوو میاشتو راهیسې په بغلان کې د طالبانو دا دویم بند دی چې ماتېږي.

ویل کېږي د خوشې شویو کسانو په ډله کې څو شکمن کسان هم شته.

افغان ځواکونو په دې وروستیو کې په لوګر، بغلان او هلمند کې د طالبانو څو بندخونې ماتې کړي او یوشمېر نظامیان او ملکیان چې له دې ډلې سره بندیان وو، را خوشې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام