Asset 1SWN

څرخ ولسوالۍ سقوط نه دی کړی؛ د لوګر والي: مقام مو اصلي ځای ته ولېږداوه

163416932_279158050246706_8843712234644550310_n

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي نن دوشنبه پل علم کې خبریالانو ته وویل چې څرخ ولسوالۍ د دوی په کنټرول کې ده او د ولسي وګړو او د ولایت نظامي شورا د پرېکړې له مخې يې د څرخ ولسوالۍ  مقام له یوه ځایه خپل اصلي ځای «ډبر» ته لېږدولی دی.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي و چې د څرخ ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې او افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د لوګر والي د وسله‌والو طالبانو د ویاند دغه ادعا په کلکه رده کړه.

نوموړي زیاته کړه، تېره ورځ د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته شوې او په نښته کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده چې له کبله يې يو سرتېری وژل شوی او همداراز د ولسوالۍ کنټرول د دوی په لاس کې دی.

بل خوا د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند وايي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو ډله‌ییز برید په شا تمبولی او په ځوابي برید کې يې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د سیمې اوسیدونکي هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د درنې جګړې خبرې کوي او وايي چې په جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام