وروسته له هغې چې د برېټانیې «ډیليمېل» ورځپاڼې د امریکا د ډیپلوماټیکو او استخباراتي ادارو د معلوماتو پربنسټ په یوه راپور کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د افغانستان مسلې په اړه له رامنځ ته کېدونکو احتمالي ترینګلتیا په اړه خبر ورکړ، یوشمېر افغان شنونکي هم د پاکستان پر وړاندې د امریکا ودرېدل تاییدوي.
د نړیوالو چارو کارپوه محبالله شریف وايي، د امریکا استخباراتي ادارو پخوا هم د پاکستان دوه مخي سیاست په اړه معلومات ورکړي چې تر ډېره امریکایي چارواکو دا مسله جدي نهنیوله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي، کله چې افغانستان څخه د امریکا د وتلو مسله مطرح شوه، نو هغه مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن استخباراتي ادارو ته وویل چې پاکستان سره اړیکې له سره وارزوي.
د شریف په وینا، امریکا په میلیاردونو ډالر افغانستان کې بیځایه ولګول او داسې څه ورته ویل شوي وو چې واقعیت یې نه درلود، نو له همدې امله امریکا نه یوازې افغانستان کې، بلکې د نړۍ په کچه نومبدې شوه او پاکستان په دې کې ستر رول درلود.
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم ډیليمېل ورځپاڼې ته ویلي، امریکایي چارواکي په پاکستان غوسه دي او ښايي دغه هېواد له جدي ننګونو یا هم اقتصادي بندیزونو سره مخ شي.
- د مخکیني حکومت ډیپلوماتان ګوتریش ته: افغانستان کې د پاکستان تېري ته رسېدنه وکړئ
- د پاکستاني چارواکو د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
- پاکستان له افغانستان سره د خوراکي او طبي توکو مرسته وکړه
د چارو بل شنونکی حکمتالله شهباز هم په دې باور دی چې پاکستان د افغانستان مسلې پر سر امریکا سره دوهګونی چلن کړی او که انزوا سره مخ کېږي، نو دا به د افغانستان او سیمې په ګټه وي.
خو د شهباز په خبره، پاکستان داسی سیاستوال لري چې ښایي یوځل بیا ځان انزوا څخه وژغوري.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د طالبانو په روزنه او واک ته رسولو کې هم رول درلود، خو د خپلو ګټو په خاطر اسلامي امارت نهپرېږدي چې یو قوي دولت رامنځ ته کړي.
دا په داسې حال کی ده چې له دې وړاندی هم د ځینو امریکايي سیاستوالو او استخباراتي ادارو لهخوا داسې رپوټونه خپاره شوي چې پاکستان د افغانستان په مسله کې امریکا سره ریښتنې نهدی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د ملګروملتونو سازمان د کلنۍ غونډې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر سره لیدنه کې ویلي و چې هېواد یې د پاکستان کړنې تر جدي څار لاندې نیولي دي.