د تخار اوسېدونکي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې پر ښځو د ځینو بندیزونو لګولو ترڅنګ، دا ځل د فوټبال له لوبغاړو غوښتي چې د سپورټي جامو له اغوستلو ډډه وکړي او پر ځای یې «وطني جامې» واغوندي.

دوی وايي، طالبانو ورته ویلي چې ښځې حق نه لري، څو له محرم پرته ښار او بازار ته ولاړې شي. دغه راز، یوه طالب د تخار د دشت‌کلا ولسوالي د اوسېدونکو په جومات کې ویلي چې خپل ځامن بهر ته پرې نه ږدي او پر ځای یې باید مدرسو ته ولېږي.



د تخار د والي ویاند حامد مبارز هم مني چې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې پر خلکو یاد بندیزونه لګولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد دا څرګندونې بې‌بنسټه بولي او وايي، ورځ تر بلې د دې ډلې تر واک لاندې سیمو کې امنیت په ښه کېدو دی او خوراکي توکي هم ارزانه دي.

د دشت‌کلا د اوسېدونکو په خبره، له هغه وروسته چې طالبانو دا ولسوالي ونیوله، ډلې ډلې ځوانانو یې د ډار او وزګارتیا له کبله کډوالۍ ته مخه کړې او کورنۍ هم خپلې مېنې پرېږدي او د ولایتونو مرکزونو او پلازمېنې کابل ته کډه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام