طالبانو په بادغیس کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځي پر «هېواد‌پالنې او د ژوند مهارتونه» مضمونونو پر تدریس بندیز لګولی دی. د بادغیس والي حسام‌الدین شمس وایي چې وسله‌والو طالبانو په دغه ولایت کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له زده‌کړییز نصاب څخه د «وطن‌پالنې او د ژوند مهارتونه» مضمونونه لرې کړي او ښوونکو ته اجازه نه ورکوي چې دغه مضمونونه په ښوونځيو کې تدریس کړي.

 د بادغیس والي زیاتوي، د پوهنې وزارت له زده‌کړییز نصاب پربنسټ، د وطن‌پالنې مضمون د ښوونې له فرعي مضمونونو څخه دی. نوموړی د طالبانو پر دغې پرېکړې نیوکه کوي او له پوهنې وزارت څخه غواړي چې د وطن‌پالنې مضمون د ښوونځي په مهمو او اساسي مضمونونو کې ورشامل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حسام‌الدین شمس همداراز د پوهنې وزارت ته وړاندېز کوي چې له فرهنګیانو سره له مشورې وروسته دې د وطن‌پالنې مضمون منځ‌پالنګه زیاته کړي، څو په ښوونځي کې د ماشومانو په زړونو کې د وطن‌پالنې او له وطن سره مینه ډېره شي.

د بادغیس وایي، په ایران او پاکستان هېوادونو په ښوونځیو کې د وطن‌پالنې مضمون په اساسي توګه تدریس کېږي چې له همدې کبله د دغه هېوادونو ښوونځي، روغتونونه او سړکونه نه وېجاړیږي.

په ورته مهال د بادغیس والي وسله‌والو طالبانو ته په خطاب کې وویل، که چېرته طالبانو ته د مذهبي «تندروۍ» کتابونو په څنګ کې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د روزل شویو ملایان له لخو تدریس کېږي، د وطن‌پالنې مضمونونه هم تدریس کېدای، نو په ۲۰۱۹ کال کې به د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د هېواد بنسټونو ته د دغې ډلې له لوري زیان نه اوښتی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د ۲۰۷ظفر قول اردو قومندان خیال‌نبي احمدزي چې هرات ولایت کې یې د سولې له پروسې سره د ۱۳۰ طالب جنګیالیو د یوځای کېدو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، طالبانو د سړکونو، روغتونونو او ښوونځیو په وېجاړولو او ملکیانو په نښه کولو سره دا ثباته کړه چې افغانان نه دي.

په ورته وخت کې د لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکیو د طالبانو پر دې پرېکړې نیوکه کوي او وایي چې دغه ډله د ایران او پاکستان د استخباراتي ډلو په امر د افغانستان د وېجاړۍ په هڅه کې دي.

خو وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام