نیمروز کې د مالوچو یو‌شمېر کروندګر او پلورونکي سلام‌وطندار ته وايي چې سږ کال یې د وچکالۍ او د محلي مسوولانو د نه‌پام له امله له خپلو کرنیزو ځمکو څخه ښه حاصل نه دي ترلاسه کړي.

دوی وايي، ټولو هغو ځمکو څخه یې چې مالوچ یې په کې کرلي وو، هېڅ حاصل نه دی ترلاسه کړی او میلیونونه افغانۍ زیان یې کړی دی. هغوی د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې د دغه ولایت د کرنې برخې ته پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نیمرزو کې کروندګر عبدالعزیز شمس وايي چې پخوا به یې مالوچو ښه حاصلات ورکول او په دغه ولایت کې د کمال خان بند په جوړېدو سره کرنې ته لا هیلې ډېرې شوې، خو د نوموړي په خبره، سږکال په دغه ولایت کې د نه ورښت له امله د مالوچو یا  پنبې حاصلات خورا کم وو.

په ورته مهال په نیمروز کې د مالوچو پلورونکی سیداحمد وايي، پخوا دغه ولایت کې وطني پنبې ښه بازار درلود، خو څه باندې یو کال کېږي چې دغه صنعت له پېر او پلور څخه لوېدلی دی. هغه زیاتوي چې اوس په دغه ولایت کې له منصوعي پنبې استفاده کوي، ځکه د وطنۍ هغې په پرتله ښه بازار لري.

په همدې حال کې د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان تاییدوي چې سږ کال د وچکالۍ له امله کروندګر نه دي توانېدلي له خپلو ځمکو څخه ښه حاصل ترلاسه کړي او ډېر زیان یې کړی دی.

هغه زیاته کړه، «د ځمکې لاندې د اوبو سطحه ډېره کمه شوې، په همدې دلیل زمونږ کروندګر نه دي توانېدلي، ۱۴۰۰م کال کې ښه حاصلات ترلاسه کړي. په خپلو ټولو کرنیزو ځمکو یې د مالوچو، یا د غنمو، خربوزې او هندواڼو په څېر نو محصولات کرلي، چې د اوبو نه شتون په دلیل سل په سلو کې له منځه تللي. ۱۴۰۰ کال کې زمونږ کروندګرو واقعآ چې ډېر زیان لیدلی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیمروز چارواکي وايي، د دغه ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د کرنې چارې مخ ته وړي او دوی هڅه کړې چې روان کال د مالوچو کروندګرو لپاره څو نمایشي پروګرامونه عملي کړي، خو د اوبو نه‌شتون له امله نه دي توانېدلي چې د کروندګرو د محصولاتو کچه لوړه کړي.

دوی ټینګار کوي چې د کروندګرو په ځانګړې توګه د مالوچو کښت کونکو ستونزو ته د لاسرسي هڅې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام