کندوز ولایت کې د پنبې د پروسس یوه شرکت فعالیتونه چې د جګړو او نښتو له امله په ټپه درېدلي وو، اوس یې یو ځل بیا خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي.

د پنبې د پروسس دغه شرکت چې له جوړېدو یې ۱۱کاله کېږي، له څو میاشتني ځنډ وروسته یې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي او په ورځ کې نږدې ۵۰ ټنه پنبه تولید او پروسس وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر بزګران چې د پنبې حاصل یې د پروسس په موخه د دې ولایت له چهار درې ولسوالي څخه دغه شرکت ته راوړی، وايي چې سږ کال یې د پنبې حاصلات ښه وو او د دې کرنیز محصول بازار د تېرکال په پرتله تود دی.

په کندوز ولایت کې د پنبې د کرکېلې یوه بزګر سلام‌وطندار ته وویل: «له دې شرکت څخه ډېر خوشحاله یو په راتلونکې کې به له کروندګرو سره مرسته هم وکړي ترڅو د پنبه دانې حاصلات بهر ته هم واستوي د نورو کلونو په پرتله يې سږکال قیمتونه هم ډېر ښه دي تیر کلونه يې قیمت درې نیم سوه وو مګر سږکال څلورنیم سوه دی موږ هیله لرو چې په دې برخه کې نور سهولتونه هم رامنځته شي ترڅو زموږ کارونه په ښه ډول مخته ولاړ شي.»

په کندوز کې د صفا صنعتي او غوړو د تولید شرکت رییس حاجي پاینده محمد وايي، اوس مهال په دې شرکت کې په مستقیم او غیرمستقیم توګه ۱۵۰ کسان په کار بوخت دي. د نوموړي په وینا، دوی د کندوز ولایت پنبه له بسته بندۍ وروسته، یو‌شمېر اسیايي هېوادونو ته لېږدوي.

هغه زیاته کړه: «په ۲۴ساعتونو کې دغه شرکت د ۵۰ ټنه پنبه دانې د غوړیو د تولید ظرفیت لري که د دې شرکت ماشینونه لا ډېر شي، نو ډېر تولید به ورسره ولرو، دلته زموږ سره ۱۵۰ کارکوونکې په مستقیم او غیرمستقیم کار کوي.»

ورته مهال کندوز کې سوداګر حاجي ضیاءالحق ضیايي وايي، د بانکونو تړل پاتې کېدو په دې ولایت کې د سوداګرۍ کارونه په ټپه درولي دي او د بانکونو د بیا فعالیدو سره به د ډېرو شرکتونو فعالیتونه بېرته له سره پیل شي.

په کندوز کې د اسلامي امارت د کرنې رییس مولوي محمد امان حسن وايي، دوی له خصوصي سکتور او سوداګروغواړي چې خپل سوداګریز فعالیتونه له سره پیل کړي او د خپل مالي او ځاني خوندیتوب په اړه دې اندېښنه نه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وویل: «مخکې موږ څو غونډې لرلې، د پنځو بهرنیو موسیسو استازي راغلي وو او خپل کارونو يې بېرته پیل کړل، د هغو موسسو له جملې څخه یوه هم ډآکار موسسه وه چې ځینو برخو کې يې فعالیتونه درولي وو، هغوی ته د مجاهدینو په اړه منفي تبلیغ شوی وو، هغوی ته اطمینان ورکوو او هیله کوو چې د نورو شرکتونو په څېر راشي او خپل فعالیتونه پیل کړي، په کرنه او نورو برخو کې کارونه پیل کړي.»

په کندوز کې بزګران وايي، سږ کال یې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۵۰۰۰هکتاره ځمکه باندې پنبه کرلې چې له هر جریب ځمکې یې له ۱۰۰تر ۱۵۰منه پنبه ترلاسه کړې. د دوی په وینا، په وروستیو کلونو کې دا پنبې حاصل بې مخینې وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام