د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په دغه هېواد کې په سوله‌ییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د بریټانیې له فایننشال ټایمز ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې چې پرون خپره شوې ویلی، له افغانستان څخه د ولسمشر غني له وتلو او کابل ته د طالبانو له راتلو ساعت وړاندې، دواړو لوریو دا منلې وه چې ولسمشر غني دې تر هغو خپلې دندې ته دوام ورکړي، څو چې دغه لوري د راتلونکي حکومت په اړه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.



د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټينګار کړی چې په ناڅاپي توګه له کابل څخه د ولسمشر غني تېښته، د دې لامل شوه چې د افغانستان امنیتي ځواکونه خپله دنده پرېږدي او ورسره طالبان د کابل ښار ته دننه شي.

زلمي خلیل‌زاد همداراز وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه یې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

طالبان د زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ښار ته راننوتل او سملاسي ولسمشرۍ ماڼۍ ته داخل شول. دغې ډلې د وږي په ۱۶مه خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. د طالبانو د اعلان شوې کابینې د نوملړ پربنسټ، محمدحسن اخند د رییس الوزرا، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي یې د مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام