Asset 1SWN

بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا د ارکان رييس ووژل شو

128624179_169988198193092_7689707637908547849_n-oz5wjnbjd52ofaf41hbjgxe5iloaejwfll53d17mac

 

بادغيس کې امنيتي مسوولان وايي، ياد ولايت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېيمې لوا د ارکان رييس وژل شوی دی.

بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا قومندان حسیب‌الله مسعود د ياد خبر په تاييد سره وايي، د دغه ولایت د پوځ د درېیمې لوا د ارکان رييس عبدالبصیر نورستاني تېره شپه بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کمپ د طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې وژل شوی.

د مسعور په وينا، دغه راکیټي برید کې ۸ سرتېري ټپیان شوي هم دي چې د ۳ کسانو روغتيايي وضعیت یې ترینګلی دی.

طالبانو تراوسه دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بالامرغاب د بادغیس له ناامنو ولسواليو شمېرل کېږي چې طالبان په کې بېلابېلو برخو پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام