د ناټو غړو هېوادونو پرون د افغانستان روان وضعیت په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه او په دې ناسته کې یې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو  خپل ملاتړ څرګند کړ.

ناټو سازمان د افغانستان په اړه د ځانګړې ناستې په پای کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې ناټو د جګړې په ډګر کې خپلو ارزونو ته دوام ورکوي او له افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې سره په دوامداره توګه په اړیکې کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ناټو په دغې بیانیې کې زیاته کړه، له افغان دولت او امنیتي ځواکونو به د امکان تر بریده خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په ورته مهال په یاده بیانیه کې راغلي چې د ناټو سازمان د پرسونل ځاني امنیت لوړ ارزښت لري او دغه سازمان به په کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور ته دوام ورکوي او د اړتیا پر بنسټ به خپله پرېکړه کوي.

په همدې حال کې ناټو سازمان د طالبانو د بریدونو له امله د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندېښنه څرګندوي او پر ملیکانو بریدونه، هدفي وژنې او له بشر حقونو د سرغړونې په اړه خواشینې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ناټو په دغه بیانیې کې همداراز ویلي، که طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي، نړیواله ټولنه به یې په رسمیت ونه پېژني او دغه سازمان له سیاسي لارې د اختلافاتو د له منځه وړلو ملاتړ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام