د بهرنیو چارو وزارت د ناټو د سرمشریزې غونډې د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چي افغانستان نه یوازې په وروستیو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا لوړونې او روزنې په برخه کې د ناټو ملاتړ ستايي، بلکې ټینګار کوي چې ترهګري لا هم د افغانستان او د ناټو د غړیو هېوادونو لپاره یو ګواښ دی او د دواړو لوریو ترمنځ د دوامدارې او سټراټېژیکې همکارۍ دوام ته اړتیا لري.

د ناټو د غړیو هېوادونو سرمشریزې غونډې چې تېره ورځ په بروکسېل کې پیل او بېګاه پای ته ورسېده، په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ملي او عامه بنسټونو، په تېره د کابل هوايي ډګر د ساتنې تر څنګ، له افغانانو سره د خپلو مالي مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاده اعلامیه کې لیکل شوي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو اېستل له دغه هېواد سره د اړیکې پرې کولو په مانا نه ده، بلکې له افغانستان سره به یو نوی څپرکې پرانېزي چې له مخې به یې، د دغه هېواد د ملي بنستونو، خلکو، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو شل کلونو د لاسته‌راوړنې د ساتنې په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.



د ناټو د یادې سرمشریزې غونډې په اعلامیه کې د افغان ځواکونو پر تجهیز، پیاوړتیا، روزنې او مالي ملاتړ هم ټینګار شوی او زیاته شوې چې په دې برخه کې به پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت‌الله اندړ د یادو ژمنو د تایید ترڅنګ وايي، د کابل هوايي ډګر په ګډون، د نورو مهمو ملي بنسټونو ساتنه د ناټو په سرمشریزه غونډه کې مهم موضوعات وو.

د نوموړي په وینا، ناټو به د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ په ګډون، د هغوی د روزنې او په افغانستان کې د ملکي حضور دوام په اړه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي و چې ترکیه د باور وړ یوازینی هېواد دی چې چې کولای شي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې ثبات وساتي. ترکیې د کابل هوايي ډګر د ساتنې لپاره هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پرېښودو ته تیاری ښودلی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام