د هرات په اوبه ولسوالي کې ۴۹ سرتېري د مرګ پر پوله ولاړ دي

د هرات ولایت د اوبه ولسوال ضیاالحق نوري په دغې ولسوالي کې د هغو سرتېرو روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي چې له طالبانو سره په جګړه کې ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، اوس ۴۹ سرتېري د مرګ پر پوله ولاړ دي او که ژرترژره ونه لېږدول شي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

افغان دولت د ناټو د ملاتړ دوام په اړه د دغه سازمان د اعلامیې هرکلی وکړ

د بهرنیو چارو وزارت د ناټو د سرمشریزې غونډې د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د ناټو د تېرو همکاریو د ستاینې ترڅنګ، لیکلي چي ترهګري لا هم د افغانستان او ناټو غړي هېوادونه ګواښي او د دواړو لوریو د دوامدارې او سټراټېژیکې همکارۍ دوام ته اړتیا لري.

ناپېژنده وسله‌والو په ننګرهار کې څلور واکسیناتوران وژلي

د ننګرهار چارواکي وايي، ناپېژنده وسله‌والو نن سهار په دغه ولایت کې په څلورو جلا پېښو کې د پولیو څلور رضاکاران وژلي او درې یې ټپیان کړي دي.
دا پېښې د ننګرهار په سره‌رود او خوږیاڼو ولسوالیو او جلال‌اباد ښار کې د سهار له اوو بجو تر نهو بجو پورې شوې دي.