په داسې حال کې چې په هېواد کې د جګړې ډګر په تودېدو او په پرلهپسې ډول د ولسوالیو له لاسه وتلو سره ناامني او تاوتریخوالی ډېر شوی، پر حکومت د خلکو نیوکې هم زیاتې شوې دي.
که څه هم حکومت ته د خلکو غوسه کومه تازه خبره نه ده، خو د هېواد وروستي امنیتي وضعیت ته په کتو داسې ښکاري چې نور یې خپل ځای له لاسه ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ولسمشرۍ ماڼۍ پرون د «مور» ورځ ونمانځله او د هغې رول یې د یوې ارامې او پرمختللې ټولنې په جوړېدو کې مهم وباله.
د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني په یوه ویډیويي پیغام کې په ځانګړي ډول هغو میندو ته د «مور» ورځې مبارکي ورکړه چې بچیان یې د جګړې په ډګر کې له لاسه ورکړي دي. د رولا غني په پیغام کې راغلي: «د مور ورځ مبارکې هغو میندو ته وایم چې بچیان یې د ملي ارزښتونو د دفاع لپاره په سنګرونو کې شهیدانېږي.»
د لومړۍ مېرمنې دا څرګندونې پر ټولنیزو رسنیو د خلکو له غبرګون سره مخ شوې دي. هغوی یاد ویډیويي پیغام ته په کومېنټ کې لیکلي: «د ولسوالیو له لاسه وتلو او د حکومت د کمزوري مدیریت په دوام، ډېرې میندې د خپلو بچیانو درد ویني، دا پیغامونه کوم درد ته نه پټۍ کېږي.»
- د امنیتي ادارو د مسوولانو پر ناکامۍ او بېغورۍ د ولسي جرګې نیوکې
- طالبانو په سرپل کې لویې لارې تړلي او خلک ځوروي
- طالبانو د پروان پر غوربند درې برید کړی
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي، په اوسنیو سختو شرایطو کې چې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېږي، د مبارکۍ پیغام خپرولو پر ځای، د امنیتي ادارو له مسوولانو سره دې فوقالعاده غونډه جوړه او له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره دې حللارې ولټول شي.
د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي توفیق لیکلي: «په داسې حال کې چې په یوې شکمنې پالیسۍ سره ولسوالۍ یو پر بل پسې دښمن ته پرېښودل کېږي، درجن درجن ځوانان مو قربانځای ته لېږل کېږي او نظامي تجهیزات دښمن ته خوشې کېږي، د ښاغلي غني ملاتړي او د دربار غوړهمالان په دې شعار چې د دښمن لاوډسپیکر مه کېږئ او انګېزه مه کمزوې کوئ، له خلکو غواړي چې د روان بهیر په اړه چوپتیا غوره کړي. له بده مرغه یوشمېر کارپوهان او نور په چاپلوسۍ سره هڅه کوي چې د حکومت او امنیتي ادارو د مشرتابه ناکاري، بېمسوولیتي، ناسم مدیریت او ناکامي چوپتیا ته د خلکو په رابللو پټ کړي.»
د ټولنیزو رسنیو یوه بل کاروونکوي مظفر مظهر د ارګ پر پوسټ ولسمشر ته په خطاب کې لیکلي چې د «مور» ورځې نمانځلو پر ځای، د جګړې د مدیریت او ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پالیسي جوړه کړئ. نوموړي زیاته کړې، بورو میندو ته د مبارکۍ ورکولو پر ځای، د خلکو امنیت ته پام وکړئ او ژوند یې وژغورئ.
په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر حکومت د خلکو د نیوکو په غبرګون کې لیکلي: «د خاورې او خلکو دښمن معلوم دی. د هرې وسیلې په لرلو سره د خاورې او خلکو د ساتونکو ترڅنګ درېدل ښه کار دی. د زاړه فکر لرونکي او محافظهکار په داسې حالاتو کې نیوکې کوي او کنایې لیکي. ستاسو انتخاب دی.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېره شاوخوا یوه نیمه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۳۰ ډېرې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي، خو د امنیتي ادارو مسوولان د یادو ټولو ولسوالیو له لاسه وتل ردوي او وايي، له یوشمېر هغو یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.