د پروان ولایت محلي چارواکي د دغه ولایت په غوربند دره کې پر شینواري ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له لوري د پراخو برېدونو خبر ورکوي.  د پروان والي فضل‌الدین عیار سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه بریدونه نن سهار وختي پیل شوي او تراوسه روان دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې چې د شینواري ولسوالي د نمک اب درې څخه پیل شوي، تراوسه پکې ۶طالبان او ۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پروان والي ټينګار کوي چې د جګړې د مهار لپاره د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ترڅنګ د پوځ د درېيم کنډک د پلې لوا قومندان د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي او وضعیت به ډېر ژر عادي حالت ته راوګرځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر چې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وایي، پر نمک درې سیمې نېږدې ۲۰۰تر۲۵۰طالب جنګیالیو برید کړی او اوس هم جګړه روانه ده.

نمک دره د پروان ولایت د شینواري ولسوالي اړوند سیمه ده، او د محلي مسوولانو په وینا، که چېرته وسله‌وال طالبان دغه سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي، نو د سیاه‌ګرد، شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالۍ به د سقوط له لوړ ګواښ سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام