Asset 1SWN

پروان کې یوه ټرافیک پولیس ځان‌وژنه کړې

Traffic-2-ozuc7p8l9tw90vou6mm8uq2rozqnykf6p964mniab0

د پروان محلي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه ټرافیک پولیس د ځان‌وژنې خبر ورکوي.

دغه ۳۵ کلن ټرافیک محمد روکی نومېږي، پرون ماښام یې خپل سر پر مرمۍ ویشتی او ځان‌ یې وژلی دی.

د سیدخېل ولسوال محمدلمر عثمان‌یار د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد ټرافیک پولیس پرون ماښام خپل سر په مرمۍ ویشتی او له کبله یې وژل شوی دی.

عثمان‌یار وايي، یاده پېښه د پروان د سیدخېل ولسوالي په «اشترکر» سیمه کې شوې او لامل یې هم کورنۍ ستونزې وې.

د نوموړي په وینا، یاد ټرافیک لومړی ټپي و او روغتون ته پر لاره یې خپل ژوند بایللی دی.

په روغتون کې ځینې سرچینې هم وايي، هغه کس چې ځان په مرمۍ ویشتی و، له منځه تللی دی.

د پروان د ملکي روغتون سرطبیب عبدالخلیل حیدري وايي، د یاد کس جسد نن سهار وختي دغه روغتون ته ور وړل شوی دی.

محمد روکی د کابل د ټرافیک پولیسو غړی و او خپل کور ته چې په پروان کې و، په رخصتۍ تللی و.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام