د حکومت د سولې خبرو مرکچي پلاوی ولسي جرګې ته ورغوښتل کېږي

ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پایلو په اړه غوښتنه وکړه چې د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی دې جرګې ته ور وغوښتل شي.

د يادې جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د حکومت خبرې کوونکی پلاوی دې د بین‌الافغاني خبرو له پایلو د راپور ورکولو او دويم پړاو لپاره د اجنډا د توضېح په موخه، جرګې ته حاضر شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت تنقیص شويو کارکوونکيو «پرلت» وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت سلګونه تنقیص شويو کارکوونکيو نن سهار اعتراض وکړ او د یاد وزارت مخې ته یې د پرلت خېمه ووهله. دوی وايي، له ټولو ۲۶۶۶ کارکوونکيو دغه وزارت ۱۲۰۹ کارکوونکي له خپلو دندو لرې کړي دي چې په درېیمو او څلورمو بستونو کې په دندو بوخت وو.

اعتراض کوونکي د دې وزارت د سلګونو کارکوونکيو او مامورینو تنقیص کول، د ملکي خدمتونو د قانون خلاف ګڼي او وايي، د دې شمېر کارکوونکيو د لرې کولو په اړه پرېکړه قانوني نه ده او پر دې پرېکړې دې بيا کتنه وشي.

«نوماند وزیرانو چې له ولسي جرګې د باور رايې نه دي اخيستي، ناقانونه کار کوي»

د سرپرستانو له لوري دولتي ادارو کې له سلیقوي ګمارنو او لرې کولو د اندېښنو په دوام، نن د ولسي جرګې یو شمېر غړيو د جرګې عمومي غونډه کې وویل، یو شمېر نوماند وزیران وروسته له هغې چې د تایید رایې يې ترلاسه نه کړې، ناقانونه کړنې ترسره کوي.

د دوی په وینا، د هغو نوماند وزیرانو له لوري دې د تغیر او تبدیلۍ بهیر ودرول شوي چې د تایید رایې یې نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو فراه ولايت کې يو ديني عالم وواژه

فراه ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، وسله‌والو طالبانو د دې ولايت د لاش‌و‌جوين ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطيب مولوي غلام‌سخي وژلی دی.

د ياد ولايت د والي وياند محب‌الله محب سلام‌وطندار ته وايي، پر دغه ديني عالم وسله‌والو طالبانو تېره شپه شاوخوا اته بجې هغه مهال بريد کړی چې له جوماته کور ته روان و.