ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پایلو په اړه غوښتنه وکړه چې د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی دې جرګې ته ور وغوښتل شي.

د يادې جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د حکومت خبرې کوونکی پلاوی دې د بین‌الافغاني خبرو له پایلو د راپور ورکولو او دويم پړاو لپاره د اجنډا د توضېح په موخه، جرګې ته حاضر شي.

بل لور ته د مدني بنسټونو یو شمېر فعالانو نن کابل کې یوې غونډه کې د سولې مذاکراتو بهیر له ځنډه اندېښنه څرګندوي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد کې تاوتریخوالی زیاتوالی مومي.

مدني فعال شاه‌محمود مل وايي، د قطر پلازمېنې دوحه کې د سولې له بین‌الافغاني خبرو درې میاشتې تېرېږي؛ خو تر اوسه یوازې کړنلاره وروستۍ شوې ده.

د مل په خبره، د افغانستان حکومت او طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي رسمي خبرې نه دي پیل کړي او دواړو لوريو د عامه افکارو د انحراف په موخه تل د سولې بهیر له پرمختګ څخه ګټه اخيستې.

سولې بهیر کې د وګړیزې شبکې غړې مستورې کاکړ د دې ناستې د اعلامیې په لوستو سره وويل، د افغانان د بین‌الافغاني خبرو له جریان څخه د معلوماتو له وړاندې کولو راضي نه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوې غړې حبیبه سرابي د ياد پلاوي له بېرته راتلو خبر ورکوي او وايي، دا ټیم له دولتي مشرانو سره د مشورې په موخه کابل ته راغلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام