د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، افغان حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول توان وکاروي. د دغه بنسټ په وینا، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد و چې د غور غږ راډیو د مسوول بسم‌الله عادل په ترور سره ۲۰۲۱ کال هم په نړۍ کې د خبریالانو په وژل کېدو پیل شو.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سولې خبرواترو پر مهال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه ډېر شوي او دغه هېواد په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هغه دی.

د بې‌پولې خبریالانو د سازمان شمېرو له مخې، په تېرو نږدې دوو کلونو کې لږترلږه ۱۰۰ مدني او حکومتي فعالان په افغانستان کې وژل شوي چې له ډلې یې ۴ خبریالان او د رسنیو یو بل کارکوونکی یوازې په تېرو دوو میاشتو کې وژل شوی دی. دغه سازمان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې او ترور د پای ته رسولو لپاره به د نړۍ په کچه د عدالت غوښتنې ټولې لارې چارې وکاروي.

د یادونې ده چې د سږ کال له لړم تر مرغومي میاشتې پورې د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند یما سیاوش، په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، د غزني د خبریالانو اتحادیې رییس رحمت‌الله نېکزاد، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون ویانده ملاله میوند او د غور غږ راډیو مسوول مدیر بسم‌الله عادل په چسپکي ماینونو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه راز، په دې موده کې څو څارنوالان، د بشري حقونو مدافعان، مدني او د ښځو برخې فعالان هم په هدفي بریدونو کې وژل شي دي. حکومت تراوسه د دغو وژنو او ترورونو په اړه بشپړ جزیات نه دي ورکړي. تراوسه هېچا یا وسله‌والې ډلې هم د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

که څه هم امنیتي مسوولان دغه هدفي وژنې او ترورونه د طالبانو کار بولي، خو یاده ډله په ورته پېښو کې خپل لاس لرل ردوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام