د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د سټراټېژیکو او عامه اړیکو رییس وحید عمر وايي چې طالبانو په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر کړی او د دې ډلې د نورو بندیانو خوشې کول په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.

نوموړي نن ملت ته د دولت حساب‌ورکونې پروګرام په پرانېستونکې غونډه کې وویل چې حکومت د نورو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دی.

د هغه په وینا، د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کولو وښودله چې دې ډلې د تاوتریخوالي کمولو پر ځای، نور هم ډېر کړ. وحید عمر وايي، پر همدې دلیل د نورو طالب بندیانو خوشې کولو په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د یوشمېر ترهګرو په اعدام سره باید طالبان وپوهول شي چې د سولې خبرو پروسه باورجوړونې ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، اوس ښايي د طالبانو په اجندا کې د دې ډلې د بندیانو خوشې کول شامل وي، خو په وینا یې، که دا ډله لا هم د بې‌ګناه وګړو، د مدني ټولنې غړیو او خبریالانو وژنې ته دوام ورکړي؛ نو د طالب بندیانو د خوشې کولو پر ځای به د هغوی ژوند د اجندا یوه برخه وي.

صالح زیاتوي چې دولت د خلکو د احساساتو استازی دی او خلک هره شېبه له دولت نه غوڅ دریځ او نور وضاحت غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، طالبانو د دولت او دې ډلې ترمنځ د سولې خبرواترو د پرمختګ لپاره د ۷ زرو طالب بندیانو خوشې کول، د ملګرو ملتونو له تور نوملړ نه د دې ډلې د نوم لرې کول او د یوه اسلامي حکومت جوړول مهم بللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام