د ولسي جرکې غړو د یادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وویل چې ولسمشر محمد‌اشرف غني په جګړه نه پوهېږي او همدا موضوع د دې سبب شوې چې امنیتي وضیعت خراب شي.

د ولسي جرګې غړي ضیا اریانژاد وايي، ولسمشر غني یو غیر مسلکي سړی دی او په جګړه نه پوهېږي. هغه ولسمشر غنې ته په خطاب کې وویل، له خپلو ګړۍ‌ییزو غونډو څخه لاس واخلي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته اجازه ورکړي چي جګړه په خلاص لاس مدیریت کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې رئیس میرحمان رحماني په دې غونډه کې وویل چې د جګړې په مدیریت کې دې لازم تغیرات رامنځته شي. د رحماني په خبره، د هېواد امنیتي وضیعت ورځ تر بلې خرابېدو پر لور روان دی او دولت اړ دی چې مسلکي او د کار وړ کسان په امنیتي بنسټونو کې په دنده وګوماري.

هغه وویل: «طالبانو خپل شدید بریدونه د امنیتي ځواکونو پر وړاندې پیل کړي دي د ولسوالیو په سقوط کولو سره يې تر خپلې ولکې لاندې سیمي ډیري کړي. د جګړې په میدان کې مهم تغیرات رامنځته شوي. د طالبانو له لورې پیل شوې جګړه د اندېښنې وړ بلل شوې ده. حکومت باید د جګړې مدیریت برخه کې لازم تغیرات رامنځته کړي او مسلکي کسان په دنده وګوماري.»

د دې ترڅنګ د فاریاب ولایت قومي مشران، د ولسي جرګې غړو، او مدني فعالانو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال له دولت څخه وغوښتل چې د فاریاب ولایت امنیتي وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي.



د فاریاب د خلکو استازې شفیقه سخا یولچي وايي، که د فاریاب وضیعت ته پاملرنه ونه شي دا ولایت به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولوېږي.  یولچې د امنیتي مسوولانو بې کفایتي او کمزوري په دې ولایت کې د اوسني وضیعت عامل بولي. د هغې په خبره، په یوه اوونۍ کې پنځه ولسوالۍ د طالبان لاس ته لوېدلې دي او که دا وضیعت دوام پیدا کړي نورې ولسوالۍ به هم د دولت له کنټرول څخه ووځي.

هغې زیاته کړه: « په فاریاب کې پخ یوه اوونۍ کې د پنځه ولسوالیو د سقوط شاهدان یو. اوسنی نازک امنیتي وضیعت هغه دی چې موږ يې په فاریاب کې شاهدان یو چې د دولت، دفاعي او امنیتي ځواکونو د نه پاملرنې له امله رامنځته شوی.»

د سلام‌‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه هم وڅارئ

و موغوښتل چې د ولسي جرګې غړو او د فاریاب د اوسېدونکو د دې ادعاوو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم له ځان سره ولرو، خو تر پرله پسې اړیکو وروسته ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

په یوه تازه اقدام کې حکومت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي وزیران او لوی درستیز معرفي کړي. بسم الله محمد د ملي دفاع وزارت سرپرست پرون ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خلکو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې سره یو شي، حکومت به يې هم ملاتړ وکړي او امکانات به ورته برابر کړي. رپوټونه ښيي چې په تېرو لسو ورځو کې ۶۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام