د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یو‌شمېر وکیلانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو او تاوتریخوالي د ډېروالي له امله اندېښنه وښوده او وې ویل چې د وسله‌والو طالبانو بریدونه د ولسوالیو او د ولایتونو تر مرکزونو رارسېدلي دي.

 په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی میرویس خادم وایي، د هلمند ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او پر دغه ولایت وسله‌‌والو طالبانو پراخ بریدونه کړي چې اوس هم د ښار تر څنډو رارسېدلي او د دغه ولایت ډېری سیمې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

د نوموړي په وینا، تراوسه حکومت د وسله‌والو طالبانو د بریدونو په اړه کوم  غبرګون نه دی کړی.

په همدې حال کې د هرات د خلکو استازی وایي: «نن د هرات ولایت امنیتي وضعیت خراب دی، د ولسوالیو خو لا له وړاندې خراب دی، اوس طالب د ښار منځ ته راځي او برید کوي، څو سرتېري او ملکیان وژني او تښتي، حکومت دې برخه کې پام نه کوي هیله ده چې پارلمان ورته پام وکړي. که چیرته هرات د طالبانو لاس ته ولوېږي دغه ولایت د افغانستان شاه رګ دی ورسره به ټول هېواد سقوط وکړي.»

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو‌شمېر غړي حکومت د سولې په راوستو کې پر ناغېړۍ تورنوي او وایي، د سولې په اړه له رامنځ ته شوي فرصت څخه حکومت سمه ګټه نه ده اخیستې او په دې اړه کوم ځانګړی پلان نه لري.

د ولسي جرګې غړي اسدالله شهباز پر حکومت غږ وکړ چې د هېواد د روانو ناخوالو او جګړو د پای ته رسولو لپاره دې د سولې په برخه کې د رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او هېوادوال دې له روان کړکېچ څخه وباسي.

بل‌خوا د دغې جرګې یو بل غړی ابدال محمدي پر ولسمشر تور ولګاوه چې د هېواد کمزوري اقتصاد او امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره پلان نه لري او وضعیت هره ورځ د خرابۍ پر لور روان دی.

د ولسي جرګې نننۍ غونډه چې د دغې جرګې  لومړي مرستیال احمد جاوید جیحون یې مشرۍ پر غاړه درلوده وویل چې د تاوتریخوالي دوام هېڅ ګټونکی نه لري او په افغانستان کې د روان ناورین یوازینۍ حل لار یووالی او سیاسي ګډون دی.



هغه وویل چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د جګړو، بریدونو او هدفي وژنو دوام د اندېښنې وړ دي او هره ورځ هېوادوال خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي.

ومو غوښتل په هېواد کې د وروستیو بریدونو او جګړو په اړه د دفاع وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

د ولسي جرګې د یو‌ شمېر غړو له لوري دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د وسله‌والو طالبانو او افغان دولت له لوري د سولې خبرو له پیل راهیسې په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم دغو بریدونو زور اخیستی دی.

په همدې حال کې د سولې خبرې چې تمه وه له کوچني اختر وروسته پیل شوې وای، تراوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام