د تېر جمهوري نظام د یوه عسکر بوره مور په ژړغوني غږ وايي چې ناپېژنده وسلهوالو یې څه موده مخکې زوی په ډزو وژلی دی. دا مور چې نه غواړي نوم او ځای یې په راپور کې یاد شي، په ډک ستوني او پرېمانه اوښکو د خپل زوی د وژل کېدو کیسه کوي.
د دغې مور په خبره، تر اوسه هېچا دا ورته روښانه نه کړه چې زوی یې چا او ولې وواژه؟ خو زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې څو ځله د هغه د وسلې او موټرسایکل ترلاسه کولو په موخه کور ته ورغلي دي.
دا دردېدلې مور وايي: «زوی مې ۲۵ کلن و. تېر حکومت کې یې دنده لرله. موږ هېڅ شخصي ستونزه نه لرله. زوی مې کوچنی هلک و چې ووژل شو. زه له اسلامي امارت څخه غواړم چې د زوی قاتل مې وپېژني. تر اوسه د حکومت هېڅوک نهدي راغلي او نه یې زموږ خبر اخیستی. زما غږ باید کابل ته ورسېږي، ذبېحالله مجاهد ته باید ورسېږي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د کونړ یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، د کورنۍ یو غړی یې چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې د دغه ولایت په امنیې قومانداني کې دنده لرله، ناپېژنده کسانو همدا څو ورځې وړاندې له کوره اېستلی او بیا یې وژلی دی. د یوه پخواني امنیتي سرتېري د کورنۍ دغه غړی هم له حکومت څخه غواړي چې دا پېښه وڅېړي.
په تېر شاوخوا یونیم کال کې د تېر جمهوري نظام د پوځیانو ترور نه یوازې د یوشمېر هغو ژوند اخیستی او کورنۍ یې د غم پر ټغر کېنولي، بلکې ګڼشمېر نور یې پر اروايي ناروغیو هم اخته کړي دي.
د دوی له ډلې یوه پخواني سرتېري سلاموطندار ته ویلي: «د شپې خوب نه لرم چې څه وم او څه شوم. د بچیانو روحیه هم زیانمنه شوې. په یوه دوهلارې کې بند پاتې یوو؛ نه چېرته تللی شم او نه په خپل وطن کې ژوند کولای شم. حیران یوو چې څه وکړو. یوازې زه نه یم، ښايي سلګونه نور هم زما درد ولري.»
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سره له دې چې د مخکیني حکومت د نظاميانو ترور تاییدوي خو وايي، دا ډول وژنې د شخصي دوښمنۍ له مخې کېږي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب وايي، د پخوانیو ځواکونو د ترور له عاملانو سره به قانوني چلن وشي.
بلهخوا یوشمېر پخواني نظامیان او د پوځي چارو شنونکي د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ترور دوام په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي، ترهغه چې د افغانستان سیاسي برخلیک نه وي مشخص شوی، دغه وضعیت به دوام ولري.
د دوی په وینا، د مخکیني حکومت د نظامیانو ترور کولای شي له ترهګرو ډلو سره د یوشمېر هغو ځواکونو یوځای کېدو ته لاره هواره شي چې خوندي نهدي. یو پخوانی نظامي ثمر سادات او د امنیتي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:
«پخواني نظامیان له کورونو را اېستل شوي او په وحشیانه ډول وژل کېږي او دا ظلم لا روان دی.» «په دغه وضعیت کې د دې ګواښ شته چې دوی له داعشیانو سره یوځای شي او یا هم د طالبانو له مخالفو ډلو سره. دا بیا خپله طالبانو ته پر یوه سرخوږي اوړي.»
سره له دې چې اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه او د ناامنیو او د مخکیني حکومت د نظامیانو د ترور مخنیوي ژمنه یې وکړه، خو په تېر یونیم کال کې د مخکيني حکومت د امنیتي ځواکونو د ترور ګڼشمېر پېښې رسنیزې شوې دي.