خوست کې د ډله‌ييز قبر موندل کېدل؛ د تري‌تم شویو کسانو د کورنۍ غړي عدالت غواړي

له هغه وروسته چې په خوست کې یو ډله‌ييز قبر کې له ۱۰۰ څخه ډېر مړي په‌کې وموندل شول، یوشمېر خوستوال چې د کورنۍ غړي یې پخوا تري‌تم شوي، له نړیوالو ادارو د پلټنو او عدالت غوښتنه کوي.

د خوست ولایتي مسوولان وایي، وړمه ورځ یې د دغه ولایت په مرکز کې شیخ زاید پوهنتون ته نږدې د یوه چېک‌ډیم د جوړېدو پر مهال په یوه ډله‌ييز قبر کې سل جسدونه موندلي او نن یې په یوه بله سیمه کې خاورو ته سپارلي دي.

د ترور شویو پخوانیو نظامیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د تېر جمهوري نظام د یوه عسکر بوره مور په ژړغوني غږ وايي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو یې څه موده مخکې زوی په ډزو وژلی دی.
د دغې مور په خبره، تر اوسه هېچا دا ورته روښانه نه کړه چې زوی یې چا او ولې وواژه؟ خو زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې څو ځله د هغه د وسلې او موټرسایکل ترلاسه کولو په موخه کور ته ورغلي دي.

د دایکندي خدیر ولسوالي امنیه قومندان او ولسوال د یوې وژنې په تور نیول شوي

 په دایکندي کې د اسلامي امارت محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند د خدیر ولسوالي امنیه قومندان او ولسوال یې د یوې مرموزې وژنې په تور نیولي دي. د دایکندي د والي د دفتر رییس وايي چې یاده وژنه په مرموز ډول شوې او ولسوال او امنیه قومندان اوس د دوی په بند کې دي.

د جرمونو نړیواله محکمه او ملګري ملتونه د یما سیاووش د وژنې قضیه څېړي

د هاګ نړیواله محکمه او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو او د بیان ازادۍ رپوټر د افغانستان بانک او د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون د پخواني کارکوونکي یما سیاووش د وژنې قضیه څېړي. یما سیاووش د افغانستان بانک پخوانی کارکوونکی و چې تیرکال د یوه نښلونکي ماین چاودنې له امله چې د نوموړي په موټر کې ځای پر ځای کړای شوی و، ووژل شو.

غوریانو د ۷ مسافرو د وژلو غبرګون کې د غور‌-‌کابل لویه لاره وتړله

غوریانو د غور‌-‌کابل او غور‌-‌هرات پر لویو لارو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې او دفاع په موخه یاده لاره وتړله. د غور اوسېدونکي او د ولایتي شورا یوشمېر غړیو د دغه ولایت په لعل‌وسرجنګل ولسوالي کې لومړی یوه شورا جوړه کړه او بیا یې د همدغې شورا د پرېکړې له مخې، د ۷ مسافرو د وژلو په غبرګون کې د غور‌-‌کابل لویه لاره وتړله.