په دایکندي کې د اسلامي امارت محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند د خدیر ولسوالي امنیه قومندان او ولسوال یې د یوې مرموزې وژنې په تور نیولي دي.

د دایکندي لپاره د اسلامي امارت د والي امین‌الله عبید د دفتر رییس مولوي خلیل وايي، ۳۳ کلن محمد‌علي چې د خدیر ولسوالي اوسېدونکی دی، څه باندې دوه میاشتې وړاندې د یوې حقوقي قضیې د څېړنې لپاره د دغې ولسوالي ادارې ته ورغلی وو چې د خدیر ولسوال ملا عبدالله او د یادې ولسوالي امنیه قومندان عزیزالله اجمل له لوري زنداني چې وروسته بیا لا درکه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خلیل په وینا، څه موده وړاندې د ۳۳ کلن محمدعلي ورور خان‌محمد د خپل ورک شوي ورور په اړه د دایکندي والي دفتر ته شکایت وکړ او والي د یادې پېښې د څېړنې لپاره د دایکندي استخبارتو ریاست مسوولان ته امر وکړ چې په دې برخه کې خپل اقدامات وکړي. نوموړی زیاتوي چې د استخاراتو په هڅه یې د وژل شوي محمدعلي مړی پیدا کړ.

د دایکندي د والي د دفتر رییس دا چې د محمدعلي مړی څنګه او چېرته وموندل شو، جزییات نه دي ورکړي. خو وايي چې دغه پېښه په ډېر مرموز ډول شوې.

د خلیل د ویناوو پر بنسټ، د خدیر ولسوال او امنیه قومندان چې د استخباراتو له لوري نیول شوي، په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې د محمدعلي له دوی سره بندي وو.

خو د وژل شوي محمد‌علي ورور خان‌محمد له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وايي چې ورور یې عادي کروندګر وو او درې میاشتې وړاندې د یوې حقوقي قضیې د څېړنې لپاره خدیر ولسوالي تته ورغلی وو، خو له کومې څېړنې او پلټنې پرته د یادې ولسوالي د امنیه قومندان له لوري زنداني او بیا لا درکه شو.

خان‌محمد زیاتوي چې له درې میاشتو هڅو او کړاو وروسته یې د ورور مړی په یوې څاه کې وموند. هغه وايي، نه پوهېږي چې ورور یې څه ډول وژل شوی، خو ټينګار کوي چې محمدعلي د مخکیني حکومت په پوځ کې دنده نه لرله او عادي کروندګر وو.

خان‌محمد د دایکندي لپاره د اسلامي امارت له محلي مسوولانو غواړي چې د نوموړي د ورور د وژنې څرنګوالی معلوم کړي عاملینو ته دې سزا ورکړي.

په ورته مهال د دایکندي د والي د دفتر رییس وايي چې د محمدعلي کورنۍ او خپلوان ته یې ۴۰ ورځې وخت ټاکل، څو پرېکړه وکړي چې ولسوال او امنیه قومندان د اسلامي شریعت سره سم مجازات کړي یا د «جرګې» په جوړولو سره دواړه لوري «سوله» وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د دایکندي لپاره د اسلامي امارت محلي مسوولانو تېره چهارشنبه په دغه ولایت د «صفوفو د تصفیې کمېسیون» پرانیسته وکړه چې د یاد کمېسیون یوه موخه هم د اسلامي امارت له لیکو د نامطلوبو کسانو اېستل په ګوته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام