د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټه (CPJ) پرون په یوه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې ډېر خبریالان پهکې نیول کېږي. په دغه راپور کې، ایران په تېر یوه کال کې د ۶۲ خبریالانو په نیول کېدو سره د نورو هېوادونو په سر کې راغلی دی.
یادې کمېټې په خپل راپور کې لیکلي چې په ۲۰۲۲ کال کې لږترلږه ۳۶۳ خبریالان په ټوله نړۍ کې نیول شوي او دا په تېرو ۳۰ کلونو کې بېمخینې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټې د راپور پر بنسټ، اوس په افغانستان کې درې خبریالان بندیان دي او دغه هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره پر رسنیز فعالیت فشارونه هم ډېر شوي دي.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان د خبریالانو د ساتنې کمېټې دا ادعا بېبنسټه بولي. د دغه وزارت د نشراتو چارو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي په دې اړه سلاموطندار ته وویل:
«دا چې ادعا کېږي چې افغانستان د خبریالانو لپاره مناسب هېواد نه دی او د خبریالانو د نیولو کچه او پرې فشار ډېر شوی، ناسمه ده. په دې برخه کې هېڅ ډول سندونه او شواهد نشته.»
که څه هم اسلامي امارت ادعا کوي چې اوس هېڅ خبریال ورسره بندي نه دی، خو په تېر شاوخوا یونیم کال کې یې په ځلونو خبریالان نیولي او یوشمېر هغو یې تر څه مودې پورې په بندخونه کې هم پاتې شوي دي.
افغان خبریالان د دغه وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وايي چې خپلسرو نیونو هېواد کې پر رسنیزو فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
خبریاله وحیده بیات وايي: «رښتیا یې له ډار او وېرې سره مخ کړي یوو. کله چې د کار لپاره له کوره وځو، لومړی دا چې هېڅوک خبرو ته نه حاضرېږي، بل پر ځان او کورنۍ دواړو وېرېږو. ځینې موضوعات نه شوو خپرولی.»
یو بل خبریال ذبېح سروري هم وايي چې هر ډول چلن او پر رسنیز کار محدودیت، د رسنیو پر فعالیت اغېز کوي او د اطلاعرسونې بهیر زیانمنوي.
بلهخوا اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه ریاست په چوکاټ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کار پیلېدو خبر ورکوي.
خو خبریالان او د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه که څه هم د دغه کمېسیون د کار پیلېدو هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې یاد کمېسیون کې باید مسلکي کسان وګومارل شي او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې عملي ګامونه هم واخیستل شي.