د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټه: درې افغان خبریالان بندیان دي؛ مسوولان: نه دي
د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټې (CPJ) پرون په یوه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې ډېر خبریالان پهکې نیول کېږي.
په دغه راپور کې، ایران په تېر یوه کال کې د ۶۲ خبریالانو په نیول کېدو سره د نورو هېوادونو په سر کې راغلی دی.