د بیان ازادۍ کور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره رسنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي. د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان رسنۍ په بشپړه توګه خپلواکي نه لري او په سیستماتیک ډول تر سانسور لاندې دي.

د بیان ازادۍ کور په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو په بې‌مخینې توګه د فشار راوستو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې خبریالان د زور، فشار او ګواښ له بېلابېلو ‌ډولونو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 دغه بنسټ ټینګار کړی چې یادو کړنو خبریالان له شدیدو رواني فشارونو سره مخ کړي او د دې لامل شوی چې د هېواد نوموتي خبریالان له خپل رسنیز فعالیت څخه لاس په سرشي او په خپلو کورونو کې په پټه ژوند وکړي.

د بیان ازادۍ کور پر رسنیو ورځ تر بلې په سیستماتیک ډول د فشار او سانسور زیاتېدل غندلي دي. دغه بنسټ همداراز د بشر د اساسي حقونو په توګه د بیان ازادۍ پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کړې چې د رسنیو او بیان ازادۍ له ځپلو دې لاس واخلي او د خبریالانو او بیان ازادۍ خوندیتوب دې تضمین کړي.

په ورته مهال په خبرپاڼه کې د رسنیو ملاتړي نړیوالې ټولنې او بنسټونو څخه غوښتنه شوې چې دغې موضوع ته دې جدي پام وکړي او په افغانستان کې د خبریالانو خراب وضعیت او همداراز د تېرو شلو کلونو د لویې لاسته راوړنې په توګه دې د بیان ازادۍ څخه ساتنه وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د رسنیو ملاتړی بنسټ یا «نی» هم په یوې خبرپاڼه کې افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو له خراب وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په وروستیو څو میاشتو کې ګڼ‌شمېر رسنۍ تړل شوي، خبریالان او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

نی د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې روان وضعیت په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ لپاره زیانمنونکی بولي او دغه چاره یې په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د فعالیتونو رالنډ‌ولو په معنې بللې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د رسنیو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو او د رسنیو له خراب وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د اسلامي امارت چارواکو تراوسه د بیان ازادۍ کور خپرې شوې خبرپاڼې په اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام