د بادغیس ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولایت کې د قادس-‌قلعه‌نو د اوبو رسولو پروژې د ویجاړېدو په اړه د اندېښنو څرګندولو سره وايي چې یاده پروژه د موسمي بارانونو پرمهال سېلابونو زیانمنه کړې ده.

دوی د بادغیس له ځايي مسوولانو څخه غواړي چې د دغې پروژې د ساتنې او څار برخه کي دې جدي پاملرنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې د قادر‌اباد بند د اوبو نل چې له قعه‌نو سره نښلول شوی، له خاورو باندې راوتی دی. دوی هیله ښودلې چې اسلامي امارت باید دې پروژې ته جدي پام وکړي، ځکه د دوی په خبره، پر یادې پروژې میلیونونه ډالر لګښت شوی دی.

د یاد ولایت مدني فعالان خبرداری ورکوي، که د دې پروژې د ساتنې په برخه کې پاملرنه ونه شي، له منځه به لاړه شوي او خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

بادغیس کې یو مدني فعال جمشید حسیني وايي، دا پروژه داسي مهال د له منځته تلو په حال کې ده چې تر اوسه په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته هم نه ده سپارل شوې.

په همدې حال کې د بادغیس د اوبو رسولو ریاست مسوولان هم تاییدوي چې د قلعه‌نو-قادس د اوبو رسولو ځیني برخې د طبعیي پیښو له امله ویجاړه شوې دي.

د دوی په خبره، یاده موضوع يې د لوېدیځ زون له مسوولانو او کابل کې له اړوند چارواکو سره شریکه کړې ده. د باغیس ولایت د مسوولانو او د یاد ولایت د اوسېدونکو په خبره، یاده پروژه شاوخوا ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې قادس سیمي څخه مرکز ته اوبه رسوي.

د یادې پروژې کار په ۱۳۹۲ کې د نړیوال بانک په مرسته پیل شو چې تراوسه هم په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته نه ده سپارل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې پروژې دویمه برخه په مرکز کې د اوبو شبکه ده چې د معلوماتو پر اساس کار يې ۷۰ سلنه مخته تللی او لګښت يې ۳۶۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام