د پلازمېنې یو‌شمېر اوسېدونکو نن په کابل کې د یوه لاریون پرمهال په هېواد کې روان ناورین د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ وبلله او سملاسي یې د ازادېدو غوښتنه وکړه.

دغو لسګونو اعتراض کوونکو وویل چې د افغانستان اوسېدونکي تر بل هر وخته له لوږې او وزګارتیا سره مخ دي او دا د دې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر افغانان په کمساري توګه له هېواده بهر ګډوالۍ ته اړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لارینوالو د خپل اعتراض پرمهال پر نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک غږ وکړ چې په افغانستان د ناورین د له منځه وړلو لپاره دې امریکا دې ته وهڅوي چې د افغاستان کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي.

د کابل ښار په یوه بله څنډه کې هم نن یوشمېر ښاریانو د یوه اعتراضیه لاریون کې خبرداری ورکړی، که د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازاده نه‌شي، اقتصادي وضعیت به خراب شي او پیسو او بشردوستانه مرستو ته به د خلکو اړتیا ډېره شي.

لاریونوالو ویل چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي، ځکه دغه پیسې د اسلامي امارت نه، بلکې د عامو خلکو او سوداګرو دي.

د اسلامي امارت له راتګ وروسته، امریکا د افغانستان بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړې او له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د دغو پیسو د برخلیک او دا چې کله به ازادېږي، څه نه دي ویل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

امریکا ټينګار کړی، تر هغو چې اسلامي امارت د دغه هېواد وړاندیز شوي شرطونه پوره نه کړي، دغه شتمنۍ به کنګل پاتې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام