د لوګر د پل‌علم ښاروال مولوي اسحاق سعید سلام‌وطندار ته وویل، اسلامي امارت د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هڅې پیل کړې دي.

هغه وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه یو کمېسیون ټاکل شوی او ډېر ژر به غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او غاصبان به هم  د قانون منګولو ته وسپاري.

د پل‌علم ښاروال زیاتوي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب لړۍ صفر ته راښکته شوې او که څوک غصب وکړي، سخته سزا به ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر اوسېدونکي هم د اسلامي امارت له لوري د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هرکلی کوي او وايي، د تېر حکومت پر مهال په مرکز پل‌علم ښار او یوشمېر ولسوالیو کې زرګونه جریبه دولتي ځمکې غصب او کورونه پرې جوړ شوي دي.

دوی وايي، ډېر غصب د پخواني دولت کارکوونکو او د ملي او ولایتي شوراګانو د وکیلانو له لوري شوی دی.

د لوګر اوسېدونکی رحیم‌الله وايي، د لوګر د چارواکو له لوري شوې پرېکړه پر ځای ده او په وینا یې، په دغه ولایت کې ډېرې دولتي او ان شخصي ځمکې د غاصبانو لاس کې دي.

د لوګر یو بل اوسېدونکی محمداجان بیا له خلکو غواړي چې د ځمکو د غصب او د غاصبانو د نیولو برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، څو له یوې خوا د دولت او خلکو ځمکې راوګروي او بله‌خوا غاصبانو ته سزا ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د پل‌علم ښاروالي او د لوګر د ځمکو اداره تازه شمېرې نه ‌لري چې په دغه ولایت کې څومره دولتي ځمکې غصب شوي، خو د پخواني حکومت د شمېرو له مخې، د پل‌علم ښار ترڅنګ، په بره‌کي برک، محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام