Asset 1SWN

هرات کې د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي

Herat 12

د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ولایت کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو پر مهال د یوې ښځې په ګډون د یادې ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات بېګاه ۱۰بجې د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند «رباط کابلي‌ها» سیمه کې شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په خپرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دې عملیاتو کې د اسلامي امارت یو غړی هم ټپي شوی دی.

خبرپاڼه کاږي چې د عملیاتو پر مهال له یادو کسانو څخه درې میله کلاشینکوف، پنځه میله توپانچې، یو دوربین او ۱۵ موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو کابل کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای عملیات کړی و چې پر مهال یې دوه داعشیان وژل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام