د بهرنیو اثارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کمېدو په لړ کې د اسلامي امارت چارواکي وايي، یو لړ اقدامات یې ترلاس لاندې نیولي چې ورسره به د افغانیو ارزښت بېرته لوړ شي. په وروستیو څو ورځو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ډراماتیکه توګه راولوېده چې له امله یې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې.
خو د افغانستان اسلامي امارت وایي چې د حکومت او اړوند اقتصادي ادارو تر جدي پاملرنې وروسته په دې برخه کې یو لړ اقدامات شوي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق پر خپل ټویټر پاڼه لیکي، هڅې پیل شوي او تمه یې ښودلې چې ډېر ژر به د افغانۍ ارزښت لوړ شي. هغه زیاته کړې چې د ډالرو پر وړاندې به د افغانۍ ارزښت بېرته راټیټ او وضعیت به ډېر ژر بدلون وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان بانک هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د افغانۍ د ثبات لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د بیو د لوړوالي په برخه کې هم اقدامات ترلاس لاندې دي، څو د خلکو د زیانمندېدو مخه ونیسي. خو ځیني اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې اسلامي امارت د پیسو په ځانګړې توګه د شهزاده سرای د کنټرول توان نه لري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د اقتصادي چارو کارپوه محمد علي مشعل سلاموطندار سره د خبرو پرمهال وویل، له افغانستان څخه د ډالرو قاچاق او د هغه کمښت د ډالر د بیې د لوړېدو سبب شوی. هغه زیاتوي، اسلامي امارت تر اوسه نه دی توانېدلی چې له هېواده د قاچاق مخنیوی وکړي.
په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په کمسارې توګه لوړ شوی، ان تر دې چې پرون یو ډالر په ۱۳۰ افغانۍ هم تبادله شوی دی. په همدې حال کې پرون د اسلامي امارت وزیرانو شورا اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارله، څو د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي.