Asset 1SWN

افغانستان کې د بریټانیوي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ ماشومان وژل شوي

U.S. Army Pvt. Zakery Jenkins, front, with Charlie Troop, 3rd Squadron, 73rd Cavalry Regiment, 1st Brigade Combat Team, 82nd Airborne Division, provides security in Mush Kahel village, Ghazni province, Afghanistan, July 23, 2012. (U.S. Army photo by Spc. Andrew Baker/Released)

بریټانیوي رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ افغان ماشومان وژل شوي دي.

د بي‌‌بي‌سي‌ د انګلیسي څانګې د راپور پر بنسټ د بریټانیا حکومت افغانستان کې د وژل شویو ۶۴ ماشومانو کورنیو ته غرامت ورکړی، خو دغه هېواد یوازې د ۱۶ افغان ماشومانو وژنه تایید کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپور له مخې دغه ماشومان د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ افغانستان کې د بریټانیوي ځواکونو له‌ لوري د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

بي‌بي‌سي لیکلي چې دغه تازه شمېرې د «AOAV» خیریه موسسې له‌خوا وړاندې شوې دي. دغه موسسه باور لري چې ښايي د بریټانیوي ځواکونو له لوري د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې شمېرې کمې ښودل شوي وي.

د یاد بنسټ په وینا، د ثبت شویو وژنو له ډلې د وژل شویو ماشومانو کره شمېرې کېدای شي ۱۳۵ کسانو ته ورسېږي، ځکه د بریټانیا د دفاع وزارت اسنادو کې یوازې قربانیان هلک او نجلۍ ښودل شوي او عمرونه یې نه دي ذکر شوي.

د «AOAV» وايي، ښايي دغه ۱۳۵ کسان ځوانان وي، خو د دې شونتیا شته هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو ښکته دي، شمېر یې ډېر وي.

د بي‌بي‌سي د راپور پر بنسټ افغانستان کې د بریټانیوي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د څه باندې ۸۸۱ وژنو ادعاوې د دغه هېواد د حکومت له لوري رد شوي او یوازې یو پر څلورمه برخه یې تایید او د قربانیانو کورنیو ته یې غرامت ورکړل شوی دی.

بریټانیا افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال له امریکا وروسته دویم هغه هېواد و چې دغه هېواد کې یې تر ټولو زیات پوځیان مېشت وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې پر ناټو ځواکونو تور لګېدلی دی چې افغانستان کې یې د جنګ قانون نقض کړی او ملکیان یې وژلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام