سي‌ان‌‌ان خبري شبکې رپوټ ورکړی چې له افغانستان څخه د امریکايي وګړو او له ګواښ سره مخ افغانانو د ایستلو بهیر بیا پیل شوی دی.

د سي‌ان‌ان د رپوټ پربنسټ، دوو باخبرو سرچینو ویلي چې د امریکا له لوري یوې چارټر شوې الوتکې له کابل څخه الوتنه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویل کېږي چې له نومبر څخه راپدېخوا دا د تخلیې لومړنۍ الوتنه ده. د سرچینې په وینا، په دغه الوتنه کې نامعلوم شمېر امریکایان د قطر په یوې الوتکه کې له افغانستان څخه اېستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د روانې میاشتې په لومړنیو کې سي‌ان‌ان رپوټ ورکړی و چې شاوخوا ۸۰ امریکایان له افغانستان څخه د وتلو لپاره په دغه هېواد کې په تمه دي.

دغه الوتنه داسې مهال کېږي چې په تازه‌ګۍ سره د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان څخه د امریکايي وګړو او د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د تخلیې بهیر پر بیا پیل خبرې کړې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکا له وتلو وروسته، له کابل څخه د تخلیې الوتنې د قطر چارټر الوتکو له لوري ترسره کېږي. خو ویل کېږي چې په وروستیو کې د اسلامي امارت د مخالفت له امله دغه الوتنې درول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام