یو‌شمېر هېواد‌وال او موټر چلوونکي په هېواد کې د تېلو بیو د لوړېدو له کبله شکایت کوي او وايي چې د نفتي توکو د بیو لوړېدو د دوی پر ورځني ژوند او کارو بار ناوړه اغېز کړی دی.

نجیب الله چې شاوخوا ۲۰ کاله کېږي په کابل ښار کې د تېلو کاروبار کوي، دامهال د تېلو بیې لوړېدو کچه بې‌مخینې او د اندېښنې وړ بولي. هغه ټینګار کوي، که حالات همداسې روان وي، اړ دی چې د خپلو کارکوونکو شمېر راکم کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په وروستیو ورځو کې یې د تېلو خرڅلاو کچه ۵۰سلنه راکمه شوې چې او زیان وراوښتی دی.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو موټرچلوونکی نجیب‌الله هم بازارونو کې د تېلو بیې لوړېدو څخه شکایت کوي او وايي، دغه وضعیت د هغه پر ورځني ژوند، کار او فعالیتونو اغېز کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې ځینو موټر چلوونکو ملګرو یې د تېلو لوړو بیو او وزګارتیا له امله موټرونه درولي چې اوس وزګاره دي. هغه وايي، که وضعیت همداسې روان وي، اړ دی چې دی هم خپل موټر ودروي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هېواد کې د تېلو بیې لوړېدو لامل، ګمرکونو کې د ستونزو شتون بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان‌جان الکوزی ټینګار کوي، تر هغه چې ګمرکونو کې د وارداتي تېلو د ستندر څېړلو ستونزه حل نه‌شي، د تېلو بیې به راټيټې نه‌شي.

نوموړي وویل: «لویه ستونزه په ګمرکونو کې د سټنډرډ ده. که دا ستونزه حل نه‌شي، د تېلو بیې به راټيټې نه‌شي. که چېرته با کیفیته تېل په ۹۲ افغانۍ اخلو، په نړۍ کې تولید او بیه ټيټه ده. هغه تېل چې  ګمرکونو کې ولاړ دي، که اجازه ورنه‌کړل شي او د سټنډرډ ستونزه حل نه‌شي، تېله به ارزانه نه‌شي.»

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټيټې شوي، خو د افغانستان بازارونو کې اوس هم دغه بدلون نه تر سترګو کېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې برخه کې وايي، تراوسه د افغانستان بازارونو ته په ارزانه بیه تېل نه دي وارد شوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتو مسوول جواد دبیر سلام‌وطندار ته وویل چې هڅه کوي، څو دغه ستونزه په بنسټیزه توکه حل کړي او د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې راټيټې کړي.

نن شنبه کابل ښار کې د یو لیټر ډیزل بیه ۱۲۷ او د پټرولو بیه هم ۹۵ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې نړۍ کې د کړکېچن سیاسي وضیعت او د اوکراین جګړې له امله په دې وروستیو میاشتو کې د تېلو بازارونه په نړیواله کچه ننګونو سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام