تخار کې د طالبانو محلي مسوولان وایي، دوی د دې ډلې د جنګیالیو د اعاشې ستونزې د هوارولو لپاره یو پلان تر لاس لاندې نیولی چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو له غاړې طالبانو ته د اعاشې د برابرولو بوچ له منځه لاړ شي.

د تخار لپاره د طالبانو والي مولوي نور‌الدین دغه خبره د یاد ولایت د ۱۶ولسوالیو له ولسوالانو سره په یوې ناسته کې کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په دغه ناسته کې ټينګار کړی چې د خلکو له ځان او مال او له دولتي تاسیساتو څخه به په جدي توګه ساتنه او خوندیتوب وکړي.

د یادونې وړ ده چې له څه موده راهیسې د تخار اوسېدونکو شکایت لري چې طالب جنګیالي له دوی څخه غواړي چې اوبه او خواړه ورته چمتو کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله، د طالبانو مسوولانو نن په دغه ناسته کې ژمنه وکړه چې ډېر ژر به طالبانو ته د خوړو برابرولو د ستونزې په اړه  د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام