د جوزجان‌-بلخ لویې لارې یوشمېر موټرچلوونکي وايي، طالبان په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخلي او که ور یې نه کړي، موټرو ته یې اور اچوي.

د دوی په وینا، طالبان د جوزجان‌-‌بلخ لویې لارې د جوزجان د خانقاه ولسوالي په «شاه‌ میرزای» او د بلخ چهار بولک ولسوالي په «تیمورک» سیمو کې ترې باج اخلي.

د جوزجان‌-‌بلخ لویې لارې یو موټرچلوونکی خیرالله وايي چې طالبانو ترې ټولې پیسې او وسایل اخیستي دي.

هغه وايي: «واسکټ، پیسې او هر څه ان بوټونه یې رانه واخیستل. پلخمري ته ولاړم، بیا بېرته چک‌پاینټونو ته راغلم او خپل حساب و کتاب مې خلاص کړ. بیا شبرغان ته راغلم او بار مې ښکته کړ. اوس مزارشریف ته ځم. په ۱۸ زره کرایه مې کابل ته مال نیولی، ۳ زره شبرغان ته او هغه یې هم په لاره کې رانه واخیستلې.»

د یادې لویې لارې یو بل موټرچلوونکی نعمت‌الله وايي، طالبان له ټولو موټرو نه چې پر دې لاره تګ‌راتګ کوي، پیسې اخلي او هغه کسان چې پیسې ور نه کړي، موټر یې ورته سوځوي.

هغه وايي، طالبان هره ورځ له خلکو پیسې اخلي، موټر یې ورته سوځوي او دغه وضعیت نور ستړي کړي دي.

د جوزجان د ولایتي شورا یوشمېر غړي هم وايي چې طالبان د خلکو په ځورولو سره له هغو باج اخلي.

د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال امرالدین دانشجو وايي، طالبان د جوزجان‌-‌بلخ پر لویې لارې د چک‌پاینټونو په جوړولو سره له موټرچلوونکو پیسې اخلي.

د جوزجان امنیتي مسوولان هم مني چې طالبان پر یاده لویه لاره موټرچلوونکي ځوروي.

د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبان د جوزجان‌-‌بلخ پر لویې لارې له خلکو باج اخلي چې او د دغه وضعیت د یادې لارې موټرچلوونکي ستړي کړي دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې یوې باوري سرچینې سلام‌وطندار ته ورکړي، طالبان د تېلو له هر ټانکر نه ۳۰ زره افغانۍ، له باروړونکو نه ۱۵ زره افغانۍ او له کوچنیو موټرو نه له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې د مالیې په نوم ټولوي.

خو طالبان پر دې لارې له موټرچلوونکو نه باج اخیستل نه مني او په وینا یې، دا ادعاوې ناسمې دي.

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې ډلې وسله‌والو په زوره له چا پیسې نه دي اخیستي او نه یې هم د چا موټر سوځولی دی چې په وینا یې، له ملکیانو او موټرچلوونکو سره کار نه لري. د نوموړي په وینا، د تېلو ټانکرونه او د دولتي اکمالاتو موټر له منځه وړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام