د سیاسي چارو شنونکي افغانستان کې د داعش ډله او ورځ تر بلې یې ځواکمنتیا د طالبانو د حکومت لپاره جدي ننګونه بولي. دوی وایي، داعش ډله کېدای شي د اسلامي امارت لپاره یو ستر ګواښ شي او د حکومت لپاره روان وضعیت نور هم بحراني کړي.

شنونکي ټينګار کوي، که اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو مخه ونه نیسي او د یادې ډلې د ځپلو لپاره منسجم پلان جوړ نه کړي، دغه ډله کولای شي چې له افغانانو سربېره، د سیمې هېوادونو ته هم یو ستر ګواښ جوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی مصطفی علي‌زاده وایي چې داعش ډله په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده او که چېرته طالبانو د یادې ډلې د ځپلو لپاره جدي اقدامات ونه کړي، راتلونکي کې به یاده ډله په ستر سرخوږي بدله شي.

شنونکي په دې باور دي چې د اسلامي امارت اوسني وصعیت ته په کتو، د داعش ډلې د مدیریت توان نه لري او یاده ډله له پخوا څخه په قوي ارادې د جوړېدو په حال کې ده.

د سیاسي چارو شنونکی سید باقر محسیني وایي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت نه دی بریالی شوی چې ځواکمن حکومت جوړ کړي، نو د داعش د کنترول لپاره به له ګڼو ننګونو سره مخ شي.



خو اسلامي امارت په هېواد کې د داعش ډلې حضور ردوي او وایي چې دغه ډله په فزیکي توګه په افغانستان کې شتون‌ نه لري.

د اسلامي امارت له ویاندویانو بلال کریمي سلام‌‌وطندار ته وایي، په ټول هېواد کې د دوی د ځواکونو پر وړاندې کوم خوځښت نه‌شته او که چېرته داسې کومه پېښه پیدا شوه، دوی به ورته ژر رسېدنه وکړي.

نوموړي زیاتوي چې اسلامي امارت په بشپړه توګه په ټول هېواد ولکه لري او ځينو سیمو کې چې پېښې رامنځ ته کېږي، د اسلامي امارت ځواکونه پر وخت ځان ورسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو او اسلامي امارت له راتلو سره په یو‌شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې له لوري پر طالبانو د بریدونو په لړ کې پرون د پروان ولایت په چاریکار ښار کې داعش ډلې د اسلامي امارت د ځواکونو پر یوه موټر برید کړی چې له امله یې یو‌شمېر طالبان ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام