د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته د لومړنۍ خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې حضور د هېواد لپاره ستر ګواښ بللی دی.

میلي ویلي، که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې ایا طالبان بدل شوي، که نه، خو امریکا ښايي د ترهګرۍ، په تېره د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، اسلامي امارت کولای شي چې د ترهګرو شبکو پر وړاندې هر ډول عملیات او مبارزه وکړي او په وینا یې، له امریکا سره ګډو عملیاتو ته هم اړتیا نه لیدل کېږي.



اوس پوښتنه دا ده چې امریکا طالبانو ته د دغسې یوې طرحې په وړاندیز سره د څه په لټه کې ده. د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا خپلې شخصي موخې لټوي او دغو موخو ته د رسېدو لپاره هره ممکنه لاره کاروي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی مصطفی عليزاده وايي، امریکا د افغانستان مسلې په اړه رښتینی عمل نه‌ کوي او د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش ځپلو لپاره د دغه هېواد د چارواکو هر ډول څرګندونې هم دروغ دي.

امریکا داسې مهال طالبانو ته د ترهګرو شبکو د ځپلو لپاره د همکاري وړاندیز کړی چې تر دې وړاندې یې په وار وار ادعا کړې وه چې طالبان اوس هم له یوشمېر دغو ډلو سره اړیکې لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام