د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاد مني چې د دغه ولایت پر غوریان ولسوالي د طالبانو په برید کې د یادې ولسوالي امنیه قوماندان نقیب‌الله سلطان‌زی له خپلو درېوو سرتېرو سره وژل شوی دی.

دا پېښه بېګاه شوې ده. د ولي‌زاده په وینا، په یاده نښته کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون، ۵ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

په غوریان ولسوالي کې یوه باوري محلي سرچینه وايي چې په یاده نښته کې ۴ پولیس ټپیان شوي هم دي.

د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو تر نن سهار پورې له طالبانو سره جګړه وکړه او څو ځله یې په هرات کې له امنیتي ادارو نه مرسته وغوښتله، خو د مرستې نه رسېدو له کبله د یادې ولسوالي امنیه قوماندان له خپلو درېوو سرتېرو سره ووژل شو.

دغه سرچینه زیاتوي چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه کې د سیمې خلکو ته هم زیان اوښتی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام