د کابل نړیوال هوايي ډګر په یوې دروازه کې د تېرې پنجشنبې ماښام ځانمرګي برید او چاودنو تر ۱۷۰ کسان ووژل او نږدې ۲۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل.

که څه هم له دې دوو چاودنو وروسته ښار کې څه ناڅه ارامه فضا خپره ده، خو د یوشمېر کسانو لپاره هېڅ څه د پخوا په څېر نه شي کېدای. په دغو چاودنو کې  یوشمېر کورنۍ په ټولیزه توګه، ځينې یوازې او یوه برخه کسان بیا د کورنۍ له یوه بل غړي سره وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

علي رضا احمدي او مجتبی احمدي دوه هغه خبریالان وروڼه دي چې په یادو چاودنو کې وژل شوي دي.

دې دواړو خبریالانو غوښتل له افغانستانه ووځي او په ډېرو هڅو سره په دې بریالي شو چې د هوايي ډګر یوې دروازې ته ځان ورسوي، خو له دې ناخبره چې چاودنې به یې له افغانستانه تر وتلو مخکې د مرګ ستوني ته دننه کړي.

د یادو خبریالو ورونو خپلوان وايي، د کابل په عدلي طب او د نورو روغتونونو په سړو خونو کې له یوې ورځې هڅې وروسته وتوانېدل چې یوازې د علي رضا احمدي جسد پیدا کړي، په داسې حال کې چې د هغه د ورور مجتبی هېڅ نښه نشته چې ژوندی به وي او یا که هغه هم د خپل ورور په څېر په چاودنه کې وژل شوی دی.



د علي رضا او مجتبی د کاکا زوی روح الله ناطقي سلام‌وطندار ته وویل: «د علي رضا احمدي جسد تېره ورځ ماسپښین د وزیر اکبرخان روغتون کې پیدا شو. اوس هم روغتون کې دی، کورنۍ یې ټینګار کوي چې د ورور مجتبی احمدي جسد هم باید پیدا شي او هغه مهال به یې د کفن او خښولو وخت په نظر کې ونیسي. نن تر دې وروسته هم یو دوه ساعته هڅه کوو چې مجتبی پیدا کړو. د علي جسد مو تراوسه نه دی خښ کړی او روغتون کې دی.»

علي رضا احمدي او مجتبی احمدي له څو کلونو راهیسې یې په هېواد کې له یوشمېر خصوصي رسنیو سره پر رسنیزو فعالیتونو بوخت وو.

د دوی د کورنۍ غړي وايي، دوی په څو ځانمرګو بریدونو کې د خبري پوښښ پرمهال ټپیان شوي وو، خو هېڅ‌کله د خبریالۍ له دندې لاس په سر نه شول.

د علي او مجتبی احمدي دوستان او خپلوان دوی دواړه د هڅاندو او فعالو خبریالانو په توګه یادوي.

د علي رضا او مجتبی احمدي ملګری او همکار بصیر عبادي وایي: «د ارواښاد احمدي شهادت د مطبوعاتو او رسنیو کورنۍ لپاره یوه لویه تشه ده او مونږ یې ډېر ودردولو. هغه داسې مهال شهید شو چې د هېواد حالات ناهیلي کوونکي دي او هغوی بهر ته روان وو. کله چې ګورو هېواد مو داسې یو وضعیت لري چې ځوانان، تحصیل کړي کسان او خبریالان چې تېرو شلو کلونو کې یې د ملت غږ نړیوالو ته رسولی، په ډېرې ناهیلۍ هېواد خوشې کوي، د تاسف ځای دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې ځانمرګي برید او پرله‌پسې چاودونو د هېواد دننه او نړۍ‌والو حکومتونو او چارواکو په کلکو ټکو وغاندله او دغه کار یې بشر ضد جنایت وباله.

د دغې چاودنو مسوولیت د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام