د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې سید‌الشهدا ښوونځي ته څېرمه د شوې چاودنې د قربانیانو په اړه د راپورونو په دوام، دا ځل د زرغونې او عادلې کور ته ورغلم. د چاودنې پر سبا د دشت برچي له ټولو جوماتونو د قرآنکریم غږ خوت، خو نن یې کوڅې پر تور رنګ پوښلې دي. یوازې ۸۵ کورنۍ د غم پر ټغر نه دي ناستې، بلکې ټول افغانان او ان نړۍ د یادې پېښې قربانیانو د هیلو خاورې کېدو ناورین کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اووه‌لس کلنه زرغونه او ۱۶ کلنه عادله د غويي په اتلسمه ښوونځي ته تللي او له خپلو میندو سره یې ژمنه کړې چې له اختر وروسته به نه ورځي.

د زرغونې مور طاهره وايي، هاغه ورځ یې عجیب ډار ملګری و او څو ځله یې هڅه وکړه چې ښوونځي ته د لور د تګ مخه ونیسي، خو ونه توانېده. طاهره د خپلې لور د تګ شېبه انځوروي. هغه چې تورې جامې یې پر تن، سپین ټیکری یې پر سر، زاړه بوټونه یې پر پښو او بکس یې پر غاړه و، اوس ترې تللې ده.

زرغونه خپلې مور ته وايي، د سرسایې ورکولو لپاره ښوونځي ته ځي، څو یادې پیسې یې کوم اړمن ته ورسېږي. د دغې مور په وینا، زرغونې له پوهنتون سره مینه نه لرله او غوښتل یې د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته مدرسې ته ولاړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

طاهره یوه ورځ خپله لور د قرآنکریم د تلاوت پر مهال ویني، زړه یې ټکان خوري او ورته وايي چې له مرګ وروسته یې قبر ته ورشي او همداسې قرآن ولولي، خو زرغونه د مور غومبوري مچو کوي، په غېږ کې یې نیسي او ورته وايي چې لا ځوانه ده او بچیان یې ورته اړتیا لري. طاهره وايي چې لور یې په ریاضي کې کمزورې وه او د ستونزو هواري لپاره کورس ته تلله او د کورس پیسو پیدا کولو لپاره یې هم مرۍ ګنډلې.

د زرغونې پلار محمدباقر وايي چې د خپلې لور پر مړینې به هېڅکله باور ونه کړي. هغه ازاد کارګر دی او د لور پر ښوونځي شوي برید په اړه له خبرېدو سره سم له کمپنۍ څخه د چهل دختران غره ته ځان رسوي.

دا چې لور یې نه ده موندلې، د دشت برچي ټول روغتونونو جلا جلا ګوري او په وطن روغتون کې د ماما لمسۍ عادلې جسد ویني. د عادلې پر وجود ورغلی ټکان لامل شوی چې د هغې ډنګر او کمزوری بدن وپړسېږي. که څه هم د عادلې جسد په لیدو سره وېره د باقر وجود لړزوي، خو هغه بیا هم خپلې پلټنې ته دوام ورکوي.



د باقر د کورنۍ یو غړی له هغه سره اړیکه نیسي او ورته وايي چې د زرغونې بکس او کتابچه یې په محمدعلي جناح روغتون کې موندلي دي. باقر په دې هیله چې لور یې ټپي ده، یاد روغتون ته ورځي او د زرغونې پر سوځېدلي او ټوټه ټوټه وجود یې سترګې لګېږي. هغه وايي، لور یې په ساعت او چلې پېژندلې او هېڅکله به یې هېره نه شي.

خو له دې دردوونکې کیسه بیا د عادلې ده. هغه د اووه کسیزې کورنۍ پنځمه غړې ده، خو تر ټولو مخکې وکوچېده.

د عادلې مشره خور ماه‌جبین په بامیان پوهنتون کې د فزیک څانګې زده‌کړیاله ده. هغه له پېښې خبرېږي، خو هېڅکله یې فکر نه کوپ چې کوچنۍ خور به یې په مخ کې خاورو ته وسپارل شي.

ماه‌جبین وايي، خور یې لمونځ وکړ او ښوونځي ته ولاړه، خو بېرته ترې ژوندۍ را نغله. هغه زیاتوي، عادلې د قرآنکریم قرآئت خلاص کړی و او هیله یې لرله چې پوهنتون ولولي، خو په وینا یې، یوه هیله یې هم پوره نه شوه.

د زرغونې او عادلې کورونه څنګ په څنګ او دواړه پر تورو ټوټو پوښلي دي. د دغو دوو قربانیانو د کورنۍ غړي وايي، د دوی په شاوخوا کې له ۲۵ ډېرو کورنیو خپلې تنکۍ لورانې په یاده پېښه کې له لاسه ورکړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام