د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې سیدالشهدا ښوونځي ته څېرمه پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو جنازې دغې سیمه کې د امید سبز ښارګوټي دانایي تپې ته خارو ته د سپارلو لپاره  راوړل شوي دي. په دې ۴۰جنازو کې د هغې نجلۍ جسد هم شته چې یوازې یې د بدن یو څو ټوټې په تابوت کې اېښودل شوي.

هغه کسان چې د جنازو خښولو مراسمو ته راغلي وایي چې جسدونه نه پېژندل کېږي او هېڅوک په دې نه پوهېږي چې د وژل شوې نجلۍ کورنۍ چېرته ده او نوم یې څه دی.

خو د ښوونځي د کتابچې له کتلو سره یې ګمان کوي چې نوم به یې عاقله یا عاطفه وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په وینو لړلې کتابچه اړوم را اړوم او ټولې پاڼې یې لولم، په یوې پاڼه کې یې د عاقلې او عاطفې له نومونو سره د ښوونځي د ټولګي مهال‌وېش یوځای لیکل شوی او په بله پاڼه کې یې دعا او د یوه ښوونیز مرکز د تبلیغاتو یو نوټ دی.

ښایي دې نجلۍ غوښتل د کانکور ازموینې لپاره په یوه ښوونیز مرکز کې نوم لیکنه وکړي.

په دانایي تپه کې د جنازو خښولو مراسمو ته راغلی شېر هزاره وایي، پرون چې کله د چاودنې ځای ته ولاړ، پرې شوي لاسونه، له بدنه جدا شوې پېښې او په وینو لړلي جسدونه یې ولېدل.

هزاره وایي چې یو‌شمېر جسدونه د پېژندلو وړ نه وو او د انسان ټوټې شوې غوښې چې لا تراوسه یې کورنۍ هم نه ده معلومه د پېښې ځای کې پراته وو.

د پېښې یوه ټپي زلفا وایي کله چې چاودنه وشوه، له ښوونځي د باندې وه او د تېښتې پرمهال یې د چاودنې یوه ټوټه چره پرمټ ولګېده، خو د چاودنې وېرې د خپل مټ پر درد نه ده پوهه کړې. د هغې په وینا، د تښتې پرمهال یې چې کله شا ته پام شو ګوري چې یوه ټولګيواله یې پر ملا نیمه په ځمکه پرته ده چې دې شېبې هغه بې هوښه کړه او کله چې په هوښ راغله نو د روغتون پر چپرکټ پرته وه.



فاطمه او عاقله چې دې چاودنې یې پر روغتیا اغېز کړی او شوک یې لېدلی وایي، هېڅ څېز یې د زده‌کړو مخه نه شي نیولی.

۱۷ کلنه فاطمه چې د چاودنې پرمهال په ښوونځي کې دننه وه، د چاودنې د غږ په اورېدو سره ځان د ښوونځي له دېواله لاندې ګذاره وي او په دې پېښه کې یې پښه ژوبلېږي.

خو عاطفه له ښوونځي د باندې وه هغه وايي، د چاودنې غږ دومره زوره ور او ځواکمن و چې د څو ثانیو لپاره یې غوږونه بند شول او بې سده شوه.

پر سیدالشهدا ښوونځي د پرونۍ چاودنې کیسې ډېرې دي. عیني شاهدان، کورنۍ او زده‌کوونکي هر یو یې زړه بوږنوونکې کیسې لري چې اورېدل یې زړه غواړي.

خاور ته د جنازو سپارلو مراسمو ته راغلی یو هېوادوال وایي، د تېرې ورځې د چاودنې ډېری قربانیان د بامیان ولایت اوسېدونکي دي. د هغه په وینا، د سیدالشهدا ښوونځي ختیځ لور ته د بامیان ولایت اوسېدونکي مېشت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام