د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي، د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي مرګوني برید کې د وژل شویو شمېر له ۵۰ اوښتی او څه باندې ۱۰۰ کسان په‌کې ټپیان شوي هم دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، په پېښه کې وژل شوي د سیمې اوسېدونکي او د ښوونځي زده‌کوونکي دي او په وینا یې، ډېری یې زده‌‌کوونکي دي.

دغه چاودنه پرون مازدیګر ۴:۲۷ دقیقې وشوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د مرګ‌ژوبلې شمېرې لا هم وروستۍ نه دي او ښایي زیاتې شي. ارین وایي، د پېښې له ځایه تر بېګاه نا‌وخته پورې روغتونونو ته د وژل شویو او ټپیانو د لېږد لړۍ روانه وه. هغه ټينګار کوي چې دا برید د وسله‌والو طالبانو کار دی، خو وسله‌والو طالبانو په یاد برید کې خپل لاس لرل رد کړي او هغه یې غندلی دی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند پر سیدالشهدا ښوونځي د برید څرنګوالي ته په اشارې وایي، دا پېښه د یوه کرولا ډوله موټربم او په سیمه کې د ځای‌ پر ځای شويو دوو ماینونو له امله شوې ده. د نوموړي په خبره، موټربم چاودنه هغه مهال شوې چې زده‌کوونکي له ښوونځي څخه د راوتو په حال کې وو او له لومړۍ چاودنې څو شېبې وروسته دوه ځای پر ځای شويو ماینونو ته هم چاودنه ورکړل شوې ده.



تراوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دغې چاودنې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه هم له ځان سره لري. ولسمشر محمداشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هېواد یو‌شمېر نورو سیاسي څېرو دغه برید غندلی دی.

همدا راز، د ملګرو ملتونو سازمان، اروپایي ټولنې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د بریټانیا سفارت، د یونیسف سازمان او په کابل کې مېشت یو‌شمېر سیاسي استازولیو دغه برید غندلی دی. دغو سازمانونو او هېوادونو دا برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې بې‌رحمانه عمل بللی دی. دوی د تاوتریخوالي او د ملکي کسانو د بې‌ځایه وژنې د درولو غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام