Asset 1SWN

افغانستان سره د نغدي مرستو دوام؛ د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړه کابل ته راورسېده

iStock-dollar-ed

د افغانستان بانک  نن یکشنبه د سلواغې ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې نن د ۴۰ میلیونه نغدي مرستو یوه بله کڅوړه کابل ته راورسېده.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د سلواغې ۱۹مه له نږدې یو میاشتني ځنډ وروسته د نغدي مرستو ۴۰ میلیوني ډالرو یوه کڅوړه کابل ته رالېږدول شوې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپورونو له مخې، تراوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۲۴ کڅوړې او د ۳۲ میلیونه ډالرو ۳۰ کڅوړې افغانستان ته رسېدلې دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له راتګ وروسته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ټولیزه کچه څه باندې یو میلیارډ او ۹۱۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دغه بانک همداراز ویلي: «د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټنګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.»

د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د مرستو د مننې ترڅنګ هیله‌مندي ښودلې چې دغه مرستې دې د بانکي سکټور له لارې وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا یوناما له دې وړاندې ویلي و چې دغه پیسې په خصوصي بانک کې د یاد سازمان اړوند حسابونو کې د ملګروملتونو د بنسټونو له لوري د استفادې لپاره ساتل کېږي او اسلامي امارت ورته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام