Asset 1SWN

له نږدې یو میاشتني ځنډ وروسته کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړه راورسېده

n00152957-b

د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې پرون چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده.

د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو دغه کڅوړه له نږدې یوه میاشتني ځنډ وروسته کابل ته رالېږدول شوې ده. د نغدي مرستو وروستۍ کڅوړه د مرغومې په ۲۴مه افغانستان ته راستول شوې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 د راپورونو له مخې، تراوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۲۳ کڅوړې او د ۳۲ میلیونه ډالرو ۳۰ کڅوړې افغانستان ته لېږل شوي دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له راتګ وروسته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ټولیزه کچه څه باندې یو میلیارډ او ۸۷۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دغه بانک همداراز ویلي: «د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټنګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.»

د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د مرستو د مننې ترڅنګ هیله‌مندي ښودلې چې دغه مرستې دې د بانکي سکټور له لارې وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا یوناما له دې وړاندې ویلي و چې دغه پیسې په خصوصي بانک کې د یاد سازمان اړوند حسابونو کې د ملګروملتونو د بنسټونو له لوري د استفادې لپاره ساتل کېږي او اسلامي امارت ورته لاسرسی نه‌لري.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام